ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د بګرام زندان بشپړ واک افغان حکومت ته سپاري

امريکا د بګرام زندان بشپړ واک افغان حکومت ته سپاري

author avatar
11 Jan 2013 - 15:14
امريکا د بګرام زندان بشپړ واک افغان حکومت ته سپاري
author avatar
11 Jan 2013 - 15:14

واشنګټن (پژواک ٢٢ مرغومى ۹۱) : د امريکا دفاع وزارت ومنله، چې د بګرام زندان به په بشپړه توګه افغان لوري ته وسپارل شي.

دغه ټکى د ولسمشر وياند اېمل فيضي په واشنګټن کې له پژواک خبري اژانس سره شريک کړ.

ده وويل، چې دغه پرېکړه د ولسمشر کرزي او د امريکا د دفاع وزير پنيټا ترمنځ په مخامخ خبرو کې وشوه.

د نوموړي پهوينا، دغه راز وپتېيل شوه، چې د بګرام د زندان په کمېسيون کې، چې مخکې په کې بهرنيان موجود وو، له دې وروسته به هېڅ بهرنى په دغه کمېسيون کې نه وي.

د فيضي په خبره، چې د بهرنيو ځواکونو له لوري نيول کېدونکي بنديان هغوى له ۹۶ساعتونو ډېر له ځان سره نه شي ساتلى او افغان لوري ته به يې پرته له کوم ځنډ څخه سپاري.

د نوموړي په وينا، کله که د ځينو مهمو بنديانو پر سر د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ اختلاف پيدا کېږي، نو موضوع به هماغه مهال د افغانستان د ملي دفاع وزير او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ته راجع کېږي او هغوى به يې د هوارۍ لاره لټوي.

د يادونې ده، چې د بهرنيو ځواکونو له لوري افغان لوري ته د زندانونو د واک او زندانيانو د سپارلو موضوع د افغانستان او امريکا ترمنځ يو مهم د اختلاف ټکى و او دغه موضوع د افغان حکومت له لوري د افغانستان ملي حاکميت ته د امريکا نه درناوى بلل کېده.

دغه راز ياده موضوع د امنيتي سند د امضا پر وړاندې له څو مهمو خنډونو څخه يوه بلل کېده.

همدارنګه ولسمشر کرزي نن د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې کلنټن سره وکتل او د افغانستان په اړه يې خبرې وکړې.

په دې ليدنه کې د امنيتي چارو د لېږد، له ۲۰۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د حالت، د ټاکنو او اقتصاد په اړه خبرې وشوې.

ټاکل شوې، د واشنګټن پر وخت سبا له غرمې مخکې ولسمشر کرزى او اوباما لومړى دوه په دوه د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره د بندو دروازو تر شا وګوري او بيا به په يوه بجه دواړه ولسمشران په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړي او د خبريالانو پوښتنو ته به ځواب ووايي.

دغه رازه ولسمشر به له دې خبري غونډې وروسته په جورج ټاون پوهنتون کې وينا وکړي او ورپسې به له سي اېن اېن تلويزيون سره نيم ساعت ځانګړې مرکه ولري او بيا به هېواد راستون شي.

له ولسمشر سره په دغه درې ورځني سفر کې د بهرنيو چارو، ماليې او ملي دفاع وزيران، د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزى، د ولسمشر د دفتر رييس عبدالکريم خرم او د ولسمشر وياند اېمل فيضي ملتيا کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.