ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د خصوصي امنيتي کمپينو کار د عامه ساتنې پوليسو ته وسپارل شو

په کندهار کې د خصوصي امنيتي کمپينو کار د عامه ساتنې پوليسو ته وسپارل شو

author avatar
13 Jan 2013 - 19:24
په کندهار کې د خصوصي امنيتي کمپينو کار د عامه ساتنې پوليسو ته وسپارل شو
author avatar
13 Jan 2013 - 19:24

 کندهار ښار (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): د امنيت شورا له پرېکړې سره سم، چې په روانه اونۍ کې به ټول خصوصي امنيتي شرکتونه لغوه کېږي، په کندهار کې له ٣٠٠ سرتېرو څخه جوړه د عامه ساتنې په نوم يوه قطعه پرانيستل شوه.

 دغه پوليس، چې د سيمې له ځوانانو او په شخصي امنيتي کمپينو کې له جذب شويو کسانو څخه جوړ شوې، د عامه تاسيساتو د ساتنې دنده لري او له مخالفينو سره په مخامخ جګړه کې د ګډون مسووليت نه لري.

 د دې ترڅنګ د دغه ځواک يو شمېر نورې قطعې بيا د ښوونځيو، لويو لارو او نورو دولتي او غير دولتي ادارو د ساتنې مسووليت پر غاړه لري.

 په کندهار کې د عامه ساتنې د قطعې قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېرې درې مياشتې يې د پوليسو پر روزنه، د تاسيساتو پر جوړولو او نورو تجهيزاتو پر چمتو کولو تېرې کړې.

 هغه وايي، د رنجر په نوم قطعه يې په کندهار کې تازه دمه ٣٠٠ سرتېري لري او نږدې ١٠٠ تنه نور د پوليسو په روزنيز مرکز کې تر زده کړو لاندې دي.

 د ده په خبره، دغه پوليس د هېواد په کچه يوولس قطعې لري، چې په زابل، غزني، هرات، ميدان وردګو، پکتيا، ننګرهار، فراه، کابل او کندهار ولايت کې فعاليت کوي.

 څه موده وړاندې ولسمشر حامد کرزي، وروسته له هغه د شخصي امنيتي کمپينو فعاليت لغوه اعلان کړ، چې ترې د ناامنيو د زېږېدو ستونزې راولاړې شوې.

 ويل کېږي، چې تر دې دمه په ټول افغانستان کې ٣٠٠٠ سرتېري په ديپلوماتيکو ادارو او ٨٠٠٠ تنه بيا د دولتي ادارو، بهرنيو او کورنيو اکمالاتي شرکتونو او نورو ادارو د امنيت چارې تر سره کوي.

 د کندهار والي توريالي ويسا په دغه ولايت کې د عامه ساتنې د قطعې پرانيستل مهم وبلل او زياته يې کړه، دغه چاره په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د بهرينو ځواکونو د وتلو نېټه رانږدې کېږي.

 هغه وويل، چې د دې قطعې په فعاليت سره به د لويو لارو امنيتي چاري هم ښې شي، چې دا کار به د سوداګرۍ لاره خلاصه کړي.

 د يادونې وړ ده، چې په کندهار کې په زيات شمېر خصوصي امنيتي کمپنيو فعاليت درلود، چې تراوسه پورې اووه کمپنۍ بې وسلې شوي او ١٢ نورو ته د روانې اونۍ تر پايه وخت ورکړل شوی دی.

 خلک د حکومت د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي، چې له دې سره به په ټولنه کې عامه نظم رامنځته او د نامسوولو وسله والو مخنيوى وشي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.