ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: پاکستان طالب بنديان د خپلو ګټو لپاره خوشې کوي

کارپوهان: پاکستان طالب بنديان د خپلو ګټو لپاره خوشې کوي

author avatar
23 Jan 2013 - 15:45
کارپوهان: پاکستان طالب بنديان د خپلو ګټو لپاره خوشې کوي
author avatar
23 Jan 2013 - 15:45

کابل ښار (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د طالب بنديانو خوشې کېدل د افغانستان يا سولې شورا په غوښتنه نه، بلکې پاکستان د خپلو ستراتيژيکو ګټو لپاره دغه کار کوي.

دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اونۍ پاکستان اعلان وکړ، چې د طالبانو د مرستيال مشر ملا برادر په ګډون ټول طالب بنديان خوشې کوي.

تر دې دوه مياشتې مخکې، کله چې د سولې د عالي شورا مشر له يوه پلاوي سره اسلام اباد ته سفر وکړ، پاکستان د يو شمېر طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان وکړ او تر اوسه يې ٢٦ طالب بنديان خوشې کړي دي.

که څه هم افغان حکومت او د سولې عالي شورا د پاکستان د دغه اقدام هرکلى کړى، خو د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې پاکستان دغه کار د خپلو ګټو لپاره کوي.

کارپوهانو دغه څرګندونې د سبا تلويزيون په يوه ګردي مېز کې د يوه بحث پر مهال کړې دي.

دغه ازاد راډيويي تلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه د ١٣٩٠ لمريز کال د کب په ٢٢ مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

په ياد بحث کې د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمدځلاند وويل، چې پاکستان ياد طالبان د امريکا د خوشحالولو او د هغوى پر سر د معاملې کولو په موخه بنديان کړي وو.

هغه زياته کړه، چې اوس پاکستان يو ځل بيا د دوى پر خوشې کولو له امريکا سره معامله کوي او د پيسو په بدل کې يې خوشې کوي، څو د امريکا په خوښه د سولې پروسه بريالۍ کړي.

نوموړى وايي: ((زما په نظر پاکستان دا کار نه د افغان حکومت او نه هم د سولې شورا په غوښتنه کړې، بلکې خپلو ګټو ته په کتو سره يې دغه کار کړى دى.))

د ډاکټر ځلاند په وينا، تر اوسه هېچا ته نه دي معلوم، چې خوشې شوي طالب بنديان چېرې دي او نه يې هم ادرس معلوم دى، نو بيا ګټه يې دولت او سولې شورا ته څه ده؟

نوموړى وايي، چې پاکستان وکولى شول چې تر ٢٠٠٣ کال وروسته طالبان يو ځل بيا فعال او د افغان حکومت او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر ضد يې وجنګوي.

خو هغه زياتوي، چې تر ٢٠٠٩ زېږديز کال وروسته پاکستان د نړيوالو تر زيات فشا ر لاندې راغى او خپلې کورنۍ ستونزې او نا امنۍ هم دې ته اړ کړ، چې له روانې جګړې تکتيکي شاتګ وکړي.

ډاکټر ځلان وويل: ((د پاکستان تکتيکي شاتګ او په پاليسۍ کې نرموالى لنډمهاله دى، خو چې ګټې ترلاسه کړي، يو ځل بيا به دې جګړې ته لمن ووهي.))

د ولسي جرګې پخوانى وکيل او د سياسي چارو کارپوه خيال محمد حسيني هم په دې اند دى او زياتوي، چې پاکستان هېـڅکله د افغانستان په خير کار نه کوي.

هغه که څه هم د بندي طالبانو پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړه خو دا يې هم وويل، چې هغوى د سولې شورا په غوښتنه نه دي خوشې شوي.

نوموړي زياته کړه: ((افغان حکومت او د سولې شورا له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنې کولې، خو پاکستان پرې هېڅ غوږ نه ګراوه.))

حسيني وايي، چې د افغان حکومت پاليسي او تګلاره خامه ده، خو په مقابل کې بيا پاکستان له چل او فريب څخه کار اخلي.

د هغه په وينا، په اصل کې دغه کسان اوس هم نه دي خوشې، هغوى اوس هم په پاکستان کې مېشت دي او د پاکستان تر واک لاندې او له اجازې پرته له کوره هم نه شي وتلى.

د ټولو طالب بنديانو د خوشې کولو او د پاکستان د اعلان په اړه د سولې شورا محتاطانه هرکلي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر ځلاند وويل، چې د دغو خوشې شوو طالبانو ځاى ځايګى تر اوسه هېچا ته نه دى معلوم.

هغه زياته کړه، د سولې شورا اوس هم اندېښنه لري، چې خوشې شوي طالب بنديان به يو ځل بيا په جګړه کې ښکېل شي.

د نوموړي په وينا، د سولې شورا په داخل کې هم همغږي نشته او تر اوسه په دې نه ده توانېدلې چې له دغو کسانو سره اړيکې ونيسي.

خيال محمد حسيني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې روانه جګړه د پاکستان له واکه وتلې؟ وويل، هېڅکله نه، پاکستان پخوا هم پرې حاکم و او بيا به هم وي.

د نوموړي په وينا، طالب مشران د پاکستان له هوايي ډګرونو څخه د پاکستان په اجازه د پاريس او دوبۍ په غونډو کې ګډون وکړ.

حسيني زياته کړه، دا د امريکا او پاکستان ګډه جګړه ده او د دواړو په خوښه روانه ده، که وغواړي دا جګړه پاى ته رسېږي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.