جلال اباد: ( پژواک ٥ سلواغه ٩١): په پراختيايي بوديجه کې ننګرهار ته ١٥٠ مېليون امريکايي ډالر ځانګړي شوي، چې د بهسودو پول او د تورخم- جلال اباد دويم سړک به پرې جوړ شي.
دغه څرګندونې نن سهار د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن ، د جلال اباد د بهسودو پله ته څېرمه، د ترانسپورټ له وزير داوود علي نجفي سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې .
اوژن، چې تېره ورځ له نجفي سره ننګرهار ته تللى ، وايي په پام کې ده ، چې د بهسودو د پول په خوا کې بل پول جوړ او د جوړونې چارې يې په راتلونکې يوه مياشت کې پيل شي .
دغه پول، چې د جلال اباد ښار شمال ختيځ ته په يو کيلو مترۍ کې موقعيت لري، د هېواد په کچه تر ټولو لوى پول دى، چې شاوخوا ٣٦٠ متره اوږدوالى لري او نږدې ٥٠ کاله مخکې جوړ شوى دى.
پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٢ ولسواليو اړوند د ورځې زرګونه موټر او لسګونه زره خلک تګ راتګ کوي.
دغه پول د ډېر وخت د تېرېدو او شاوخوا دوه کاله مخکې پر دې پله پر ناټو ځواکونو د دوو ځانمرګيو بريدونو له امله ، د نړېدو له ګوا ښ سره مخ دى .
د فوايد عامې وزير په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې د جلال اباد – تورخم پر دويم سړک هم کار پيليږي.
هغه وايي، چې نور ددې سړک د جوړېدو لپاره د پاکستان په تمه نه پاتې کېږي او په راتلونکې اونۍ کې به ددې وزارت د سروې ټيم کار پيل کړي .
د ده په وينا، که چېرې پاکستان غواړي په ياد سړک کار پيل کړي، نو په نږدې وخت کې دې له دوى سره خبره شريکه کړي، تر څو د ياد سړک پيسې په بله پروژه ولګول شي.
د دې ٧٥ کيلومتره سړک کار په ١٣٨٦ لمريز کال کې د پاکستان په مرسته د يوې پاکستانۍ کمپنۍ لخوا پيل شو.
د چارواکيو د معلوماتو له مخې ، په يوه کال کې د دغې لويې لارې د ډکولو ټولې چارې پاى ته ورسېدې او د ٤٠ کيلو متره سړک د لومړۍ کرښې پخونه هم بشپړه شوه.
خو له هغه وروسته د دې سړک د جوړونې کار په داسې حال کې په ټپه دریدلی ،چې څو ځله يې پاکستاني چارواکيو د بيا پيل ژمنې کړې دي .
د فوايد عامې وزير وويل ، په پام کې ده ،چې د لته بند ( کابل ښار – سروبي ) سړک هم جوړ کړي .
هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه ، چې د دې سړک د جوړولو د تړون پړاوونه دوام لري او په پام کې ده ، چې په ننګرهار کې دوه نور پلونه هم جوړ شي .
د افغانستان د ترانسپورټ وزير داوود علي نجفي په ياده خبري ناسته کې وويل، چې په ننګرهار کې د ښاري ترانسپورټ لپاره څو ملي بسونه په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې به يې دغه ولايت ته واستوي .
د هغه په وينا، په پام کې ده ، چې د ننګرهار هوايي ډګر له بهرنيانو تسليم او ملکي الوتنې ترې پيل کړي.
په دې هوايي ډګر کې دا مهال بهرني ځواکونه مېشت دي .
خو د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي محمد علي وايي، چې ياد ولايت ته ډېر وزيران ورغلي او ورته ژمنې يې کړي ، خو عملي شوې نه دي .
ده وويل ، چې پخوا هم د بهسودو د پول د جوړېدو په اړه ځينې ژمنې شوې وې ، خو عمل پرې ونه وشو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن