ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبلن ګاز، غوړيو او اوړو بيې ټيټې شوې دي

د اوبلن ګاز، غوړيو او اوړو بيې ټيټې شوې دي

author avatar
31 Jan 2013 - 18:09
د اوبلن ګاز، غوړيو او اوړو بيې ټيټې شوې دي
author avatar
31 Jan 2013 - 18:09

 کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩١): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز، غوړيو او اوړو بيې ټيټې شوي، خو نورو لومړنيو خوراکي توکيو کوم بدلون نه دى کړى.

 د نفتي موادو د رياست له خوا په يوه نوي ټاکل شوي نرخ کې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې، خو تر اوسه د ښار په ځينو برخو کې يو کيلو ګاز تر ٦٥ افغانۍ پورې پلورل کيږي.

 د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي موادو رياست تېره دوشنبه د سلواغې په ٩ مه په کابل ښار کې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانۍ اعلان کړه.

 په کابل ښار کې تېره دوشنبه يو کيلو ګاز په بيلابېلو بيو (٥٥ تر ٧٠ افغانۍ) پلورل کېده، په داسې حال کې، چې له هغه څخه شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هم د نفتي توکيو رياست د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ اعلان کړې وه.

 د ګاز دغه ټاکل شوې بيه (٥٠ افغانۍ) تر اوسه د کابل ښار په ځينو برخو کې نه ده پلې شوې، تېره دوشنبې په دې اړه سر غړونکو ته د نفتي موادو رياست له خو ګواښ هم شوى و.

 نن د کابل ښار په ډيرو سيمو کې يو کيلو اوبلن ګاز له ٥٠ تر ٥٥ افغانيو پلورل کيږي، خو د کابل ښار د چهاردهي د چهار کلا اوسيدونکى جمعه خان وايي، چې نن ددې سيمې په ځينو دوکانونو کي يو کيلو اوبلن ګاز پر ٦٠ افغانۍ پلورل کيږي.

 همدارنګه د کابل ښار د زمان خان کلا يو اوسيدونکى احمد خالد وايي، چې ددوى په سيمه کې هم ډيرى ګاز پلورونکي د نفتي موادو رياست د نرخنامې پر خلاف يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٥ افغانۍ پلوري.

 پژواک خبري اژانس په دې هکله کوښښ وکړ، څو د نفتي توکيو د کنټرول رياست نظر هم له ځان سره ولري، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

 خو تېره دوشنبه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي موادو عمومي رييس فريد الله شيرزي، پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د ياد رياست کاروکوونکي د کابل ښار، د ټولو سيمو نرخنامو ته لاسرسى نشي کولاى.

 هغه له پوليسو او خلکو څخه غوښتي و، چې له دغه رياست سره، په دې برخه کې مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د سون لرګيو او تيلو بيې په خپل حال پاتې دي.

 د کابل ښار تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمد صديق وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو ليتر پټرول تيلو بيه ٥٥ افغانۍ او يو ليتر ډيزل په ٥٨ افغانۍ دي.

 خو د دشت برچي بازار يو لرګي پلورونکى حاجي سلطان وايي، چې نن د تيرې پنجشنبې په څېر د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٧٠٠٠ افغانۍ او يو خروار بلوط لرګي په ٧٤٠٠  افغانۍ  پلوري.

 د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو او غوړيو بيې لږ څه ټيټې شوې، خو د لومړنيو خوراکي توکيو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

 د کابل ښار د خوراکي توکيو سودا ګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تيرې پنجشنبې په پرتله  د ٥٠ کيلو پاکستاني اوړو عمده پلور بيه له ١١٤٠ افغانۍ څخه ١١١٠ افغانيو ته او پنځه ليتره مومن غوړي له ٤٢٠ افغانۍ څخه ٤٠٠ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

هغه، په کابل ښار کې د غوړيو او اوړو د بيو د ټيټېدو لامل، د پاکستان په بازارونو کې د يادو توکيو د بيو راټيټېدل په ګوته کړل.

 خو هغه وويل، چې نن د تيرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٨٠٠ افغانۍ، لومړۍ درجه ٥٠ کيلو پاکستانۍ وريجې په ٣٣٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دى.  

په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.

 د کابل ښار د کارتې سه سيمې د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، نن د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې بيه ٢١٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٢٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٨٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د سروزرو بيې هم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د مريم ليسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تيرو اوو ورځو په څېر د يو ګرام عربي سروزرو بيه ٢٤٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ ده.

 د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٨٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٢٤ افغانۍ ده.

تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١‌٫٤٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو د اخيستو بيه ٥٢٤ افغانۍ وه.

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.