ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې تفريحي پارک پرانېستل شو

کابل (پژواک٢٠سلواغه٩١): د خوست ښار په متون غونډۍ،  يو تفريحي پارک ، چې په ٢٠٠ جريبه ځمکه  کې جوړ شوى ، د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.

دغه پارک د خوست ښاروالۍ د انکشافي بوديجې په لګښت جوړ شوى او ټول پرې شاوخوا ٤٩ ميليونه افغانيو لګښت راغلى دى.

د خوست ولايت د عامه اړيکو مشر بريالي روان پژواک خبري آژانس ته وويل، چې ددې پارک د جوړېدو چارې  د روان کال په سر کې پيل شوې وې او تراوسه  يې د٢٨٦١مترو په اوږدو څلور ديوالي، د١٨٠٠متره مربع ځمکه کې د موټرو پارګېنګ  او ٨٠٠ متره سړک د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

که څه هم دغه پارک يې دخوست دځوانانو، مدني ټولنو، خبريالانو، مشرانو او دغه ولايت ته دراتلونکو مېملنو د تفريح په موخه جوړکړى دى ،خو روان وايي، چې هرڅوک کولى شي د تفريح په موخه دې پارک ته لاړ شي.

ددې پروژو د پرانېستلو په مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي او ځينو نورو ولايتي چارواکو په ګډون قومي مشرانو او ځوانانو  ګډون کړى وو.

د خوست والي د پارک د پرانېستې پرمهال وويل، چې دغه تفريحي پارک يې په دې ولايت کې دسولې، امن، دوستۍ، يووالي، فکري رغونې اوتمدن دبنسټونو دپياوړتيا او اولس ته په همدې تړاو دڅرګند پيغام استولو په خاطر جوړ کړى دى.

هغه له شتمنو او سوداګرو څخه وغوښتل ،چې د خوست د اقتصادي پرمختګ لپاره په دغه ولايت کې پانګونه وکړي، ترڅو په يوه مهم سرحدي ولايت بدل شي.

نعيمي د پارک د پرانېستلو پرمهال دښاروالۍ رياست له چارواکو  وغوښتل، چې د  پارک  د ښکلا د ساتلو لپاره د ونو بوټو ساتنې ته پوره پام وکړي.

دښاروالۍ رياست سرپرست او مرستيال انجنير محمدشريف  د نيالګيو د ساتلو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د خوست ښاروالۍ دانکشافي بوديجې څخه په دغه ولايت  کې دګڼ شمير رغنيزو پروژو چارې روانې دي، چې دسيمې په زرګونو کسانوته پکې دکار زمينه هم برابره شوې ده.

 

 

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version