ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې په ايران کې د افغانانو اعدام په کلکه وغانده

مشرانو جرګې په ايران کې د افغانانو اعدام په کلکه وغانده

author avatar
25 Feb 2013 - 14:33
مشرانو جرګې په ايران کې د افغانانو اعدام په کلکه وغانده
author avatar
25 Feb 2013 - 14:33

کابل ( پژواک٧کب٩١) : مشرانو جرګې په ايران کې د افغانانو اعدام په کلکه وغانده او له حکومت او نړيوالو حقوقي بنسټونو يې د دې کار د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ خلک وايي، د دې ولسوالۍ پنځه تنه اوسېدونکي، چې  په ايران کې اعدام شوي وو ، درې ورځې وړاندې په ياده ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

مشرانو جرګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکي ، چې ايران څه موده وړاندې له افغانستان سره ژمنه کړې وه ، چې په دې هېواد کې په اعدام محکوم شويو افغانانو سزا به په عمري بند بدلوي،  خو دا کار يې نه دى کړى او له خپلو ژمنو تېر شوى دى  .

سرچينه  زياتوي : ((د ايران غير عادلانه اعدامونو يوځل بيا د افغانستان د خلکو غم نور هم زيات کړ .))

په اعلاميه کې راغلي ، چې افغانان په تېرو دريېو لسيزو کې د خپلو ګاونډيو د پټو او ښکاره توطيو ښکار شوي او خپل سلګونه زره بچيان يې له لاسه ورکړي دي .

 مشرانو جرګې له افغان حکومت او نړيوالو حقوقي بنسټونو غوښتنه کړې ، چې په ايران کې دافغانانو پټ  اعدامونه هم  افشا کړي او د مخنيوي لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي .

ولسمشر حامد کرزي دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د چارو ادارې ته دنده ورکړې،  چې په ايران کې د افغان زندانيانود اعدام موضوع وڅېړي.

په څو وروستيو کلونو کې د نشه يي توکيو د قاچاق په تور سلګونه افغانان په ايران کې نيول شوي او اعدام شوي ، چې ډير يې  د  لوېديځو ولايتونو هرات ، فراه او نميروز اوسېدونکي وو .

تراوسه  د افغانستان او ايران دولتي سرچينو نه دي ويلي ، چې  څو تنه افغانان په ايران کې پر اعدام محکوم دي ، خو مدني ټولنو او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي ، چې په اېران کې ٢زره افغانان په اعدام محکوم شوي  دي .

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.