کابل (پژواک ٢٣ کب ٩١): په کابل کې لاريون کوونکو غوښتنه وکړه، چې د کانکور کمېټه دې د لوړو زده کړو له وزارت څخه بېله په يوه خپلواکه اداره بدله او په دغې ازموينه کې دې هر ولايت ته عادلانه برخه ورکړل شي.
د کانکور په ازموينه کې، چې پايلې يې د کب په لسمه اعلان شوې، د ټول هېواد په کچه په کې له ١٧٥ زرو نه زياتو کسانو ګډون کړى و، چې له دې ډلې له ٤٢ زرو نه زيات يې د لوړو زده کړو او ١٣ زره نور يې د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شول.
نن هم د کانکور په سلګونو بې پايلې زده کوونکو کابل پوهنتون ته څېرمه د لوړو زده کړو وزارت پر وړاندې لاريون وکړ او د پارلمان پر لوري وخوځېدل.
دغه لاريون د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د ځوانانو کمېټې له خوا جوړ شوى و او د “موږ عدالت غواړو، ولې زموږ له برخليک سره لوبې کېږي؟ او حق دې حقدار ته ورسېږي.” شعارونه يې ورکول.
د حزب اسلامي د ځوانانو ټولنې مشر سيف الله عمرخېل د لاريونيانو په منځ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى موخه د هغو ځوانانو د حق غوښتنه ده، چې په کانکور ازموينه کې يې حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
هغه د کانکور ازموينه له درغليو ډکه او غير عادلانه وګڼله او د کانکور پروسې د درغلي کوونکو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
د کابل ښار د رحمان بابا لېسې د دوولسم ټولګي فارغ محمدحسن اجمل وويل، چې د انکور په ازموينه کې يې ٢٧٤نومرې وړې او بې پايلې دى، خو همدا اوس د لوړو زده کړو وزارت د ښوونې او روزنې پوهنتون ته ور پېژندلى دى.
هغه اعتراض وکړ، چې بايد د خپلې خوښې پوهنځي کمپيوټر ساينس او اقتصاد ته ور پېژندل شوى واى.
معترضينو يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې د ١٣٩١ کال د کانکور پر پايلو د بيا کتنې، د لوړو زده کړو د وزير د استيضاح او سلب اعتماد، لويې څارنوالۍ ته د کانکور کمېټې د سرغړونکو د ور پېژندنې، هر ولايت ته د عادلانه برخې د ورکړې او لوړو زده کړو له وزارت نه د يوې خپلواکې ادارې په توګه د کانکور کمېټې بدلونې غوښتنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانکور د پايلو په اړه له پراخو لاريونو وروسته تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، چې ٣٢ زره بې پايلې زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو په خصوصي موسساتو کې د زده کړې زمينه مساعده کړي.
د ويلو ده، چې تېره اونۍ د کانکور په ازموينه کې په سلګونو بې پايلو زده کوونکو هم په کابل کې ورته لاريون وکړ، د ملي شورا مخکې راټول شول، دک انکور پايلې يې له درغليو ډکې وبللې او د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.
خو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په پايلو کې درغلۍ او ناروڼوالى ردوي او وايي، چې د کانکور د پروسې له سره ترسره کېدل امکان نه لري او پايلې يې نه لغوه کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن