ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو لاريون کوونکو د لوړو زده کړو وزير د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
18 Mar 2013 - 17:38
author avatar
18 Mar 2013 - 17:38

کابل ( پژواک،٢٨ کب  ٩١): نن  په کابل ښار کې سلګونو لاريون کوونکو ، د لوړو زده کړو وزير د ګوښه کېدو  او د کانکور ازموينې  دپايلو د باطل اعلانېدو غوښتنه وکړه .

د لوړو او نيمه لوړو زده کړو په دولتي موسسوکې د شموليت په موخه ١٧٥ زرو د ١٢ ټولګي فارغانو د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته .

  له دې کسانو څخه شاوخوا  ٤٢ زرو تنو  د لوړو زدکړو  او له ١٣ زرو څخه ډېرو د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار ومونده .

خو د دې ازموينې پر پايلو نيوکې او  پر ضد لاريونونه  وشول.

لاريون کوونکو د کانکور په ازموينه کې د پراخو درغليو ادعا لرله  . له لاريون کوونکيو څخه  ډېرو  يې ويل ، چې د هېواد له پلازمېنې کابل څخه د ځينو ولايتونو د برياليو کسانو د سلنې ډېرې لوړتيا د کانکور پايلې تر پوښتنې لاندې راوستې دي .

له  فارياب ، اروزګان، هلمند او ډايکنډي څخه د کانکور په ازموينه کې د برياليو ګډونوالو سلنه  تر ٧٥ لوړه وه ، خو په کابل دغه سلنه شاوخوا ١٦ ته رسېده .

نن هم  د ځوانانو د بېلابېلو بنسټونو سلګونه کسانو د کابل ښار له زرنګارپارک څخه د ملي شورا تر ودانۍ سوله ييز لاريون وکړ.

( مرګ پر ملي خاينانو، مرګ په درغلګرو،موږ خپل حق غواړو،مرګ د ايران په غلامانو، ،مرګ د لوړو زده کړو په وزير،مرګ دپنجاب په غلامانو او دکانکور پايلې نه منو.) د لاريون کوونکيو له شعارونو څخه و.

د ځوانانو د بنسټ غړي او د لاريون يوه  ګډونوال اسرار کريمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور پايلې سمې نه دي او بايد لغوه شي.

هغه چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، له ولسمشر او ملي شورا وغوښتل ، چې په کانکور کې د درغليو له امله  د لوړو زده کړو وزير له دندې ګوښه کړي.

کريمزى وايي، چې د ځوانانو د بنسټونو کسانو تېره اونۍ هم لاريون وکړ او له ولسي جرګې يې يادې غوښتنې وکړې .

دى وايي، چې لاريون کوونکي  نن له مشرانو جرګې غواړي ، چې غږ يې واوري.

د ولسي جرګه  غړى رمضان بشر دوست هم د ملي شورا په مخ کې له لاريون کونکو سره يوځاى شو.

بشردوست وويل : (( هغه افغان،چې په کانکور ازموينه کې  په خپل کوښښ او زيار سره بريالي شوى هغه که د دايکنډي وي که د غور وي که د هلمند وي که د ننګرهار وي که د بدخشان ، هغه ته بايد درناوى وشي او هغه افغان چې د درغليو  له لارې په کانکور کې بريالي شوي ، هغه که دکرزي زوى وي او که د فهيم او خليلي ورور او که  د بشردوست  زوى ،  بايد محاکمه شي او په خپله  سزا ورسول شي.))

لاريون کوونکيو ولسمشر ته يو ليک ليکلى او نن يې د رسنيو په واک کې ورکړ.

په ليک کې د کانکور د پايلو د باطلېدو او دکانکور لپاره د موقتې  باصلاحيته ملي کمېټې د جوړېدو غوښتنه شوې او په کې راغلي ، چې د درغليو د مخنيوي په موخه دې تحصيلي ونډه  او امکانات  د ولايتونو د نفوس پر بنسټ ووېشل شي.

په ليک کې د لوړو زده کړو د  وزير ،  د کانکور کمېټې د غړو او د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ څانګې د کارکوونکو له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه هم شوې ده .

دغه راز په ليک کې غوښته شوې، چې  د پوهنې او روزنې د  متخصصينو او مدني ټولنو د غړو په ګډون دې يو کنفرانس جوړ شي ، تر څو د کانکور ازموينې لپاره  يوه طرحه جوړه کړي.

د لوړو زده کړو وزير د ملي شورا دواړو مجلسونو ته ورغوښتل شوى و، تر څو د کانکور په ازموينه کې د درغليو د شتون په اړه ځواب ورکړي.

مشرانو جرګې ويلي، چې د کانکور د ازموينې کمېټه دې لغوه شي او پر ځاى دې داسې ملي کمېټه جوړه شي، چې د لوړو زده کړو وزارت تر اغېز لاندې نه وي.

دغه راز ولسي جرګې پرېکړه کړې ، چې د کانکور د پايلو څېړلو لپاره  دې د ملي شورا ، مدني ټولنو او لوړو زده کړو وزارت د استازو په ګډون  يو کمېسيون جوړ شي.   

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد که څه هم د  کانکور ازموينې په بهير کې ځينې ستونزې منلي، خو ټينګار يې کړى، چې د ځوابونو پاڼې د ځانګړو ماشينونو پر مټ کتل کيږي او دا کار د درغلۍ امکان له منځه وړي.

 عبيد د کانکور ازموينې د ځوابونود پاڼو د وتلو ادعاوې رد کړې  او ويلي يې دي ، چې دغه پاڼې تر ازموينې وروسته جوړېږي.

هغه ويلي، چې د کانکور ازموينې اړونده ادارو ته يې امر کړى، چې د ازموينې د معترضو ګډونوالو شکايتونه وڅېړي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.