Pajhwok Afghan News

په فارياب کې هم چاودنې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

ميمنه (پژواک ٥ ورى ٩٢): د فارياب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په يوه مسافر وړونکي موټر د ماين چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين نن سهار اوه نيمې بجې په يو سراچه موټر وچاودېد.

هغه  زياته کړه، چې په ياده پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

بيدار په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

خو د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وويل، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي، درې ښځې، يوه ماشومه نجلۍ او دوه سړي ټپيان شوي دي.

معصومي زياته کړه، چې ټپيان د خواجه سبز پوش ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د ځينو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وښود.

ولسوال وايي، د موټر په سپرليو کې ځينې ناروغان هم شامل و، چې د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته لېږدول کېدل.

هغه ادعا وکړه، ياد ماين په داسې حال کې د مخالفينو له خوا د لقمان نورزايو کلي پر سړک ځاى پر ځاى شوى و، چې د دغه سړک ډېرى تګ راتګ کوونکي ملکي وګړي دي.

وسله والو مخالفينو تر دې مهال په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 2

Exit mobile version