کابل،پلخمري ( پژواک،٨ ورى ٩٢): د بغلان ولايت د پلخمري د ښاروال، چې د اخلاقي جرمونو په تور په کابل کې نيول شوى و او وروسته خوشې شو، دنده وځنډول شوه.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمدظاهر وايي، د تېرې دوشنبې په ورځ يو شمېر کسان د مکروريانو په ١٠٣ بلاک کې په شراب څښلو او اخلاقي مفاسدو بوخت وو، پوليسو د څارنوالۍ له استازي سره يوځاى،د پلخمري ښاروال له يو بل ملګري او درېيو ښځو سره بالفعل نيولي دي.
خو د بغلان د والي مرستيال قديم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پلخمري ښاروال سيد مسعود سادات خوشې او بېرته بغلان ولايت ته راستون شوى دى.
هغه زياته کړه: ((موږ د ښاروال دنده ځنډولې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د ښاروالۍ لپاره سرپرست معرفي کړو.))
خو د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو رييس پژواک ته وويل: ((موږ ښاروال له درېيو ښځو او يوه سړي سره ونيو او څارنوالۍ ته مو وسپاره؛ دا چې دوى چا خوشې کړي، خبر نه يو.))
هغه زياته کړه، چې د پلخمري ښاروال تر پرون پورې له دوى سره د نظارت په خونه کې توقيف و او د هغه لپاره رسمي دوسيه هم جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د پژواک خبريال نوموړى په يوه سرف موټر کې د ولايت لوري ته د تلو په حال کې ليدلى؛ کله چې د ولايت دفتر ته تللى، هغوى ته ويل شوي، چې ښاروال خپل کور ته تللى دى.
وروسته هټۍ والو ويلي، چې ښاروال د پلخمري ښار د پاکولو او د نهر کيندنې له چارو څخه هم ليدنه کړې ده.
د پژواک خبريال نن له غرمې وروسته د ښاروال کور ته هم تللى؛ خو هغه ورسره له خبرو کولو ډډه کړې ده.
د ښاروالۍ يوه کارکونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم وويل: ((د ښاروال شراب څښل نه يواځې ښاروال ته، بلکې موږ ته هم د شرم ځاى دى.))
هغه زياته کړه، که چېرې ښاروال شراب څښلي وي او په اخلاقي مفاسدو کې دخيل وي، بايد له هغه سره قانوني چلند وشي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن