ښرنه (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د پکتيکا ولايت چارواکي او ولسونه هم د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنې په نوم د غزني د نومونې لپاره په تياريو بوخت دي.
ټاکل شوې ده، چې دغه ورځ د راتلونکې شنبې ورځ (د وري ٢٤مه) په غزني ولايت کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي.
غزني د ا سلامي هېوادونو له خوا په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه نومول شوى دى.
په کابل او غزني ولايتونو کې د پلازمېنې د نومونې د پرانيستې د مراسمو لپاره په لويه کچه ترتيبات نيول شوي دي.
بلخوا د پکتيکا چارواکو او ولسونو هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له اوس څخه تياريانې نيولې دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه د غزني د نومونې د پرانيستې د مراسمو لپاره يې د قومي مخورو، ملي اتڼ، نيزه وهنې او ترانې ويلو لپاره بېلابېل ګروپونه او ډلې جوړې کړې دي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس بشير محمدي د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني والي څو ورځې وړاندې ښرنې ته ورغلى و او له ځايي ادارې يې وغوښتل چې د يادې ورځې لپاره د پرانيستغونډې د مراسمو لپاره ورسره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، چې د همدې غوښتنې له مخې دوى د يادو مراسمو لپاره د ملي اتڼ، نېزې وهلو او ترانې ويلو ډلې چمتوکړې دي.))
د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، چې د يادو ډلو لپاره يې خپل يو ډول ملي لباس او جامې هم جوړې کړې دي.
د نوموړي په خبره، د ملي اتڼ او يادو لوبو په ترسره کېدوسره به دوی نړيوالو ته خپل ملي کلتور او دود ور وپېژني.
په همدې موخه د سرحدونو او قومونو چارو رياست په انګړ کې د ملي اتڼ ترسره کېدو لپاره بېلابېلې ډلې راغونډې شوې څو د يادې ورځې لپاره د ملي اتڼ يوه ډله غوره کړي.
د قومونو او قبايلو چارو رييس ملک ظاهرخان کټوازي پژواک ته وويل، چې د پکتيکا له درېيو زونونو څخه يې د يادې ورځې او مراسمو د برخې اخيستنې لپاره د قومي او مخورو مشرانو يوه ۲۰ کسيزه ډله هم ټاکلې ده.
هغه زياته کړه: ((د ملي اتڼ، نېزه وهلو او ترانې ويلو لپاره مو هم د غزني د والي په غوښتنه ۲۰ کسيزه ډله چمتوکړې ده.))
د ده په خبره، دغه ګروپونه به د يادې غونډې او مراسمو لپاره د وري له ۲۴ مې څخه دوه ورځې وړاندې غزني ته ورسېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن