کابل (پژواک ٢٣ غويى٩٢): طالبان وايي ،چې له دوى سره په بند کې پاتې څلور نور ترکي انجنيران يې هم نن له غرمې وروسته خوشې کړي دي .
تېره مياشت د يوې افغاني کمپنۍ قراردادي چورلکې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه.
وسلوالو طالبانو د دې چورلکې عمله، چې اته ترکي انجنيران، يو روسى، يو قرغزى او يو افغان وګړى په کې شامل وو، ونيول.
پرون د ترکيې لومړي وزير طيب اردغان اعلان وکړ، چې له دغو انجنيرانو څخه څلور يې بېرته خوشې شوي او په افغانستان کې د دوى استخبارتي ادارې ته سپارل شوي دي.
د طالبانو لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې پاتې څلور ترکي انجنيران يې نن خوشي کړي دي .
طالبانو ويلي، چې دغه انجنيران يې د ښه نيت ،اسلامي او بشري همدردۍ او د ترکيې د مسلمان ولس د قدردانۍ په وجه خوشي کړي دي.
طالبانو د ترکېې له مسلمان ولس او حکومت څخه هيله کړې ،چې د هغوى دغه اقدام ” د دواړو ولسونو ترمنځ د نيږدېوالي او د مسلمانو وروڼو غوندې د اړيکو په درلودلو کې يو موثرګام وبولي .”
په خبرپاڼه کې دانه دې ويل شوي چې طالبانو ياد شوی انجنيران چېرته خوشي کړې دي.
پرون د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته ويلي وو، چې له يادو اتو ترکي انجنيرانو څخه څلور يې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په چتواک سيمه کې خوشې شوي دي.
ده ويلي، و چې ياد کسان په سيمه کې د قومي مشرانو په هڅو خوشې شوي او ترکي چارواکو ته سپارل شوي دي.
وسلوالو طالبانو له دوى سره په بند کې د پاتې يو روسي،يو قرغيزي او يو افغان په اړه څه نه دي ويلي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن