واشنګټن (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې که څه هم پر امنيتي سند رسمي خبرې ځنډول شوي، خو په دې اړه غير رسمي خبرې روانې دي.
د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند خبرې تېر کال پيل شوې وې، خو تېره مياشت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي د افغان حکومت له کلک اعتراض وروسته ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره پر دغه سند خبرې وځنډولې.
افغان حکومت دريځ خپل کړى و، چې امريکا ورسره د ياد دفتر د پرانيستلو په اړه کړې ژمنې عملي کړې نه دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويانده ماري هارف پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې که څه هم دغه خبرې ځنډېدلي، خو له افغان لوري سره يې په اړه غير رسمي خبرې اترې روانې دي.
هغې زياته کړې، چې د غير رسمي خبرو اترو موضوع هم تر ٢٠١٤ کال وروسته پر حالاتو ده، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
ماري وايي: ((حامد کرزى د افغانستان منتخب ولسمشر دى او موږ له هغه سره ګډ کار ته ادامه ورکوو، دغه راز راتلونکى کال تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته له نوي جوړېدونکي حکومت سره به هم ګډ کار ته ادامه ورکوو.))
د هغې په وينا، امريکا د يوه ديموکرات، با امنه او متحد افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن