ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانديدانو په اړه شکايتونه سر له نن څخه ثبتېداى شي

7 Oct 2013 - 10:15
7 Oct 2013 - 10:15

کابل (پژواک١٥تله٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي، خلک  کولى شي، د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو په اړه خپل شکايتونه دې کمېسيون ته وسپاري.

ددې کمېسيون وياند نادر محسني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د کانديدانو په اړه شکايتونه سر له نن څخه درج کېداى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د کانديدانو د نوم ليکنې ٢١ ورځنۍ موده پاى ته ورسېده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، ٢٧ تنو ولسمشرۍ او ٢٣٨٠ نورو ولايتي شوراګانو ته ځانونه نومولي دي.

ټاکل شوې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د روانې تلې مياشتې په ٢٧ د کانديدانو مقدماتي نوملړ اعلان کړي.

که څه هم د کانديدانو اسناد تر مقدماتي نوملړ وروسته د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته سپارل کېږي، خو ددې کمېسيون چارواکي وايي، چمتو دي چې سر له نن څخه (١٥تله) د کانديدانو په اړه د خلکو شکايتونه ثبت کړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو نهايي نوملړ د ټاکنيزو شکايتونو تر ارزونې او ددوى په اړه د خلکو شکايتونو ته تر رسېدنې وروسته، د لړم په ٢٥ اعلانېږي.

 محسني وايي، چې د ځينو ستونزو له امله د شکايتونو کمېسيون په ولايتونو کې دفترونه نه دي پرانيستلي، خو خلک کولى شي د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفترونو له لارې د فورمې په اخيستو سره خپل شکايتونه ثبت کړي.

ده زياته کړه:” دا د ټولو مکلفيت دى؛ هر افغان چې شکايت لري يا په کوم ځاى کې داسې سرغړونه ويني ، چې د ټاکنو بهير اخلالوي، بايد قانوني مراجعو ته ورشي. که دا مرجع د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وي، نو زموږ دروازه دتل لپاره د ټولو افغان اتباعو پرمخ خلاصه ده، هر ډول نيوکې منو او د سرغړونو ثبتولو ته تيار يو.”

خو ده له خلکو وغوښتل چې شکايت کوونکي هغه اسناد او شواهد چې وکولى شي د هغوى شکايتونه پياوړي کړي، بايد د شکايتونو له فورمې سره ضميمه کړي.

دى وايي که اعتراضونه او شکايتونه د تخطۍ او تخلف په اړه وي، نو د ټاکنيزو شکايتونه کمېسيون يې څېړي، خو که جرمي بڼه ولري بيا يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.

محسني زياتوي:” د کانديد په اړه اعتراض جرمې بڼه ولري، نوطبيعي ده چې محکمه جرمونه څېړي نه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون، په هغه صورت کې به موضوع محاکمو او عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.”

دده په وینا د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون به د عدلي او قضايي ارګانونو د پرېکړې له مخې پرېکړه وکړي.

دى وايي چې شکايتونو او اعتراضونو ته رسېدنه به په علني ډول کېږي او په اړه به يې رسنيو ته معلومات ورکول کېږي.

د محسنی په خبره کميسيون به دا هم وڅېړي چې څومره کسان د کانديدېدو په قانوني شرايط برابر دي.

ده زياته کړه:” طبيعي ده چې که يو څوک د کانديدېدو پر قانوني شرايطو برابر نه وي، په لومړۍ مرحله کې د ټاکنو کمېسيون حق نه لري ، چې د هغه نوم د کانديد په توګه ثبت کړي، که هغوى دا معيار په نظر کې نه وو نيولى، موږ به دا کار وکړو.”

د افغانستان د اساسي قانون د ٦٢مې مادې له مخې څوك چې ولسمشرۍ ته كانديدېږي، بايد د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلى وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري.

همداراز د كانديدېدو په ورځ يې عمر ترڅلوېښتو كلونو لږ نه وي او د محكمې له خوا په بشري ضد جرمونو، د جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه وي.

د ټاکنو په قانون کې د ولايتي شوراګانو کانديد ته هم همدا شرايط ټاکل شوي، خو د هغوى لپاره د ٢٥ کلنۍ عمر معيار ټاکل شوى دى.

همداراز له دوولسم ټولګي څخه د فارغېدو سند هم د ولايتي شورا کانديد ته د يوه شرط په توګه مطرح شوى دى.

محسني وويل ، چې که کوم تن د کانديدۍ قانوني شرايط پوره نه کړي، نو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به يې له لېست څخه نوم وباسي.

دى زياتوي ، د هرې ارزونې او څېړنې لپاره حتمي ده ، چې شکايت شتون ولري؛ که داسې نه وي کمېسيون په خپل سر د چا په اړه پلټنه نه کوي، خو د بدګومانۍ په صورت کې يې په ځېنو کمو مواردو کې کوي.

ده زياته کړه:”که موږ حس کړو چې ددې کس اسناد جعلي دي، په هغه صورت کې موږ خپله څېړنه کوو. يعنې که موږ شواهد او مدارک ومومو، چې پر اسنادو شک وکړو، نو څېړو يې؛ له دې پرته اصل دا دى چې د شکايتونو پر بنسټ کار کوو.”

يوه بله موضوع چې څېړنې ته اړتيا لري، د کانديدانو د ملاتړو کسانو د رايې ورکولو د کارتونو د حقيقت او جعل ارزونه ده ، چې هغوى د کانديدېدو په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ښودلي دي.

محسني وايي ، دا د ټاکنو د کمېسيون دنده ده ، چې ددې کارتونو حقيقت معلوم کړي او له مخې يې يو څوک د کانديدېدو وړ وبولي. 

دى وايي ، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په خپله کاري ساحه کې خپل مسووليت په خپلواک ډول ترسره کوي، خو د ټاکنو د روڼوالي لپاره د حکومت او خلکو همکاري اړينه بولي.

د ټاکنيزو شکايتونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نږدې ټول غړي په دې وروستيو کې د غوراوي کمېټې په وړانديز د ولسمشر کرزي له خوا نوي وټاکل شول.

دا چې دا کسان څومره د ټاکنو په برخه کې تجربه لري او و به کولى شي چې ټاکنيزو چارو کې شته ستونزې او ننګونې حل کړي، محسني وايي چې که څه هم ښايي په لومړيو کې ځينې ستونزې موجودې وي، خو په هڅو سره دا ستونزې حل کېداى شي.

ده زياته کړه:”د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تجربه د تشويش وړ نه ده. دوى په مختلفو برخو کې په افغانستان کې کاري تجربه لري. په لومړيو کې ځينې ستونزې شته، خو که هڅه وشي دا د رفع کېدو وړ دي.”

ده همداراز د ټاکنيزو شکايتونو واکونو او دندو ته په اشارې سره د ټاکنيزو تخطيو او شکايتونو او د ټاکنو د نتايجو د اعلان په اړه ددې کمېسيون پرېکړه د ټاکنو د قانون له مخې، وروستۍ او نه بدلېدونکى وبلله.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د درغليو د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته شوه ، چې تر څېړنو وروسته يې ٦٢ تنه بريالي وبلل. دا کسان چې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له خوا ناکام اعلان شوي.

وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون ددې کسانو له ډلې نهه تنه بريالي اعلان کړل او پرځاى يې نهه تنه له ولسي جرګې وويستل.

دا کمېسيون له تېر سره توپير لري او د ټاکنو په اړه ډېر مسوولانه عمل کوي.

دى وايي ، هر پرېکړه چې د قانون خلاف وي، د ټاکنيزو شکايتونو ته د منلو وړ نه ده.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پنځه غړي لري، چې يو مشر، يو مرستيال، يو منشي او وياند او دوه عادي غړي لري. دغه کمېسيون د کابل له دفتر سربېره په ٣٤ ولايتونو کې دفترونه پرانيزي،  چې هر دفتر يې د ټاکنو پرمهال  درې غړي يا کميشنران لري.

ټاکل شوې وه، چې دا کمېسيون د تېرې مياشتې په دويمه نېټه خپل کار پيل کړي، خو محسني وايي، چې د ځينو ستونزو له امله يې په ځنډ سره خپل کار پيل کړ او تراوسه نه دي توانېدلي، چې په ولايتونو کې دفترونه پرانيزي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون اصلي دنده ټاکنيزو سرغړونو ته رسېدنه ده، چې د کانديدانو او يا هم د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو له لوري رامنځته کېږي.

د کانديدانو د نهايي لېست برابرول هم ددې کمېسيون له دندو څخه دى.

د ولايتي دفترونو چارواکي په اړونده ولايتونو کې شکايتونو ته رسېدنه کوي، خو که هغوى ونشي کولى شکايت کوونکي ته قناعت ورکړي، نو موضوع دحل په موخه د کابل مرکزي دفتر ته استوي.

په ځينو مواردو کې ولايتي قضيې، چې مرکزي دفتر يې لازم وبولي د ولايتي دفترونو پرځاى په خپله حلوي.

محسني په لنډه توګه د اوسني او پخواني ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون توپيرونه داسې په ګوته کړل.

تېر کمېسيون موقتي وو، دا کمېسيون دايمي دى غړي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل شوي.

د پخواني کمېسيون دوه غړي بهرني وو دلته ټول افغانان دي.

تېر ځل د شکايتونو د کمېسيون غړي د ولسمشر له خوا ټاکل شوي وو، خو اوس د غوراوي د کمېټې په وړاندېز ولسمشر ټاکلي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د دندو او واکونو قانون وايي، چې دا کمېسيون خپلواک دى او هېڅ ارګان پر دې کمېسيون د نفوذ حق نه لري.

 

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.