ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کانديدانو په کمېدو سره د ټاکنو پر وړاندې شته ستونزې کمېږي”

“د کانديدانو په کمېدو سره د ټاکنو پر وړاندې شته ستونزې کمېږي”

author avatar
23 Oct 2013 - 14:48
“د کانديدانو په کمېدو سره د ټاکنو پر وړاندې شته ستونزې کمېږي”
author avatar
23 Oct 2013 - 14:48

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د سياسي چارو شنونکي د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ د کانديدانو د شمېر کمولو پرېکړه سمه بولي او زياتوي چې په دې سره به د ټاکنو پر وړاندې شته ننګونې کمې شي.

دوى د دې پرېکړې ستاينه کوي چې له مخې يې د ٢٧ کسانو له ډلې ١٦ تنه د ولسمشرۍ نوماندۍ ته پر شرايطو برابر ونه پېژندل شول او نومونه يې د کانديدانو په مقدماتي نوملړ کې رانغلل.

د شنونکو په باور، د کانديدانو د شمېر کموالى  به د ټاکنو په بهير کې د شته ننګونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د ولسي جرګې پخوانى غړى معين مرستيال د ولسمشرۍ د کانديدانو په شمېر کې کموالى د خلکو غوښتنه بولي او وايي، د کومو کسانو نومونه چې د ولسمشرۍ د کانديدانو په مقدماتي نوملړ کې نه دي راغلي، له ورايه ښکارېدل چې په ټاکنو کې بريالي کېداى نه شي.

مرستيال زياتوي، چې دا ډول کسان په مقدماتي نوملړ کې هم ليدل کېږي چې بايد د نورو مخکښو کانديدانو په ګټه تېر شي.

ده زياته کړه: “زه فکر کوم پاتې لس کسان يو څه د افغاني ټولنې له غوښتنو سره مناسب دي، که د شکاياتو کمېسيون يې نور هم د قوانينو پر اساس کموي، ښه خبره ده. اما اوس هم دغه تعداد يو څه اسانتياوې پيدا کړې.”

مرستيال وويل، چې د کانديدانو د شمېر کموالى له خلکو سره مرسته کوي چې د رايه ورکولو پر مهال خپل د خوښې وړ کانديد په اسانۍ سره پيدا کړي او هم په دې برخه کې د تېروتنې مخه ونيسي.

دى وايي، د کانديدانو د شمېر کموالى د خلکو غوښتنه وه چې د ټاکنو کمېسيون د ارزونو په پايله کې پوره شوه؛ خو زياتوي: “هيله من يم چې د ټاکنو کمېسيون پرېکړه د قانون او اصولو پر بنسټ وي، نه سليقوي.”

بل سياسي کارپوه احمد وحيد مژده هم د کانديدانو کمېدل يو ښه او پر ځاى کار بولي او وايي “له لېست څخه ايستل شوي کسان په خپله هم پوهېدل چې د برياليتوب چانس نه لري.”

د هغه په وينا، د کانديدانو کمېدل له يوې خوا د زيات لګښت مخه نيول کېږي او له بلې خوا هغه ستونزه هواروي چې د اوږد نوملړ له امله خلک د رايه ورکولو پر مهال ورسره مخ وي.

مژده زياته کړه: “د افغانستان زياتره خلک لوستي نه دي او د زياتو کانديدانو شتون د دې لامل کېږي، چې يو کس د خپل اصلي کانديد پر ځاى بل چا ته رايه ورکړي، چې دا کار په تېرو ټاکنو کې هم شوى و.”

مژده وايي، چې ښايي په راتلونکو ارزونو کې هم يو شمېر نور کسان له نوملړه ووځي.

بل سياسي کارپوه فيض محمد ځلاند وايي، چې د کانديدانو کموالى د رايې د وېش مخنيوى کوي او په دې توګه دويم پړاو ته د ټاکنو د ورتګ احتمال کموي.

دى زياتوي، چې دغه کار له يوې خوا د لګښتونو د کموالي لامل کېږي او له بلې خوا د ټاکنو کمېسيون ته چې ډېره تجربه نه لري، په کارونو کې اسانتيا رامنځته کوي.

خو ځلاند د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ د کانديدانو پر وړاندې پر دوه ګوني چلند تورنوي.

دى وايي، د دغه کمېسيون يوې سرچينې ورته ويلي کله چې کمېسيون د ولسمشرۍ د کانديدۍ ټول شرايط په پام کې ونيول، يواځې دوه کانديدان پاتې شول.

د ځلاند په خبره ، د ټاکنو کمېسيون د حکومت د فشار له امله د ځينو کسانو پر وړاندې شرايط نرم کړل.

د ولسمشرۍ يو شمېر احتمالي کانديدانو تېره ورځ له پژواک سره په خبرو کې د ټاکنو د کمېسيون پر پرېکړې نيوکه وکړه چې د دوى نومونه يې له کوم دليل پرته په مقدماتي لېست کې نه دي شامل کړي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ويلي چې دوى په پوره دقت او بې پلوۍ د دغو کسانو اسناد ارزولي دي.

دوه ګونى تابعيت، د سل زره ملاتړو نه درلودل او ځينې نورې ستونزې، هغه څه وو چې د ټاکنو کمېسيون يې له امله ځيني احتمالي کانديدان، په مقدماتي لېست کې شامل نه کړل.

د راتلونکي کال په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ٢٧ تنو د ولسمشرۍ او ٣٠٥٦ کسانو د ولايتي شورا ګانو په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه نوم ليکنه کړې وه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دې ډلې ١٠ تنه د ولسمشرۍ او ٢٧٠٤ تنه د ولايتي شوراګانو په شرايطو برابر وبلل.

د ټاکنو کمېسيون ويلي که له نوملړ څخه ايستل شوي کسان د کمېسيون پر پرېکړې نيوکه ولري، کولى شي په راتلونکو ٢٠ ورځو کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورشي.

د ټاکنيزو بهير د ترتيب شوي جدول له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو تر ارزولو وروسته د کانديدانو وروستى نوملړ د لړم په ٢٥ مه اعلانېږي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.