ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست محبس بنديان د زده کړو لپاره اسانتياوې غواړي

د خوست محبس بنديان د زده کړو لپاره اسانتياوې غواړي

author avatar
24 Oct 2013 - 15:58
د خوست محبس بنديان د زده کړو لپاره اسانتياوې غواړي
author avatar
24 Oct 2013 - 15:58

خوست( پژواک،٢ لړم ٩٢): د خوست د مرکزي زندان بنديان وايي،چې که دولت ورته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، نو په زندان کې ټول نالوستي کسان به تر ډېره بريده د پښتو او انګليسي ژبو د ليک لوست له نعمته برخمن شي.

دا مهال په ياد  زندان کې شاوخوا څلور سوه بنديانو ته د پښتو،  انګليسي ژبې د زده کړې،د  قرانکريم د حفظ او قرائت کولوڅه ناڅه درسونه ورکول کېږي، خو بنديان وايي، چې د زده کړې لازم امکانات په لاس کې نه لري.

څلوېښت کلن ثواب جان د خوست په  مرکزي زندان کې له يو شمېر نورو بنديانو سره په هغه ټولګي کې ونډه اخلي، چې د نالوستو بنديانو لپاره د سواد د زده کړې ځانګړي درسونه په کې ويل کېږي.

نوموړى وايي، څه موده مخکې د يوې جنايي قضيې پر اساس په زندان کې اچول شوی، خو زياتوي، چې  د توقع خلاف يې په زندان کې د ليک لوست په برخه کې ډېر څه زده کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د تېرو څومياشتو په موده کې يې ډېر څه زده کړي او اوس کولای شي، تر يوه بريده په پښتو ژبه ليک لوست وکړي.

هغه په دې اړه زياته کړه:(( زما مخکې هيڅ هم نه وو زده،کله چې محبس کې بندي شوم، نو موږ ته يو ښوونکی درس وايي اوس مو ډېر څه زده کړي دي، خو موږ غوښتنه کوو، چې نورې اړتياوې هم راپوره کړي.))

  اجمل چې د کابل ولايت اوسېدونکی دی، د دې زندان يو بل بندي دی، هغه هم له يو شمېر نورو بنديانو سره پښتو ليک لوست او د انګليسي ژبې د زده کړې په ځانګړو ټولګيو کې درسونه وايي.

اجمل وايي، که څه هم د زندان ژوند تريخ وي، خو خوښ دی  چې په زندان کې درسونه وايي، زده کړې کوي او وخت يې نه ضايع کېږي.    

اجمل له پژواک سره د خبرو پر مهال له مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه، چې بنديانو ته د زده کړې لپاره په زندان کې د ننه د ټولګيو او اړونده ټولو امکاناتو د برابرولو هڅې وکړي.

هغه په دې اړه وايي:((درسونه ډېر په شوق سره وايو او ډېر ښه پرمخ روان دي، زه د پښتو ليک لوست زده کوم،مخکې مې چندان املا نه وه زده، خو اوس په دې برخه کې ډېر ښه شوی يم.))

د خوست په زندان کې د پښتو ليک لوست، د انګليسي ژبې د زده کړې او د قران کريم د حفظ کولو دغه پروګرام ته د دې زندان نور بنديان د ښوونکو په توګه درسونه ورکوي.

بندي  ښوونکی اسماعيل وايي، دوی يوولس ټولګي لري، چې په مجموعي ډول د ورځې تر څلورو سوو زياتو بنديانو ته په کې درسونه ويل کېږي.    

اسماعيل زياتوي،  پردرسونو سربېره د ازادې مطالعې لپاره په زندان کې يو کوچنی کتابتون هم لري، خو وايي، چې کتابونه يې ډېر کم دي او د بنديانو د مطالعې لپاره بسنه نه کوي.

هغه د زندان او دغه راز د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتنه کوي، چې ترخپله وسه دې د زندان له کتابتون سره د کتابونو او مجلو مرسته وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل:(( په هره خونه کې يو صنف لرو او يو ښوونکی ورته لرو،ديني ښوونه   روزنه او انګليسي برخو کې درسونه ورکوو، ټول ۴۱۰ شاګردان لرو هر بندي، چې له دې ځايه ازادېږي، څه ناڅه ليک لوست يې زده وي.))

د خوست د زندان مدير روح الله کريمي وايي، سربېره پر دې، چې بنديانو ته درسونه ورښودل کېږي، همدارنګه د حرفوي زده کړو په برخه کې هم يو پروګرام عملاً تر کار لاندې دی.

 کريمي زياتوي، تر خپله وسه يې بنديانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، خو هغه په دې برخه کې د يو شمېر نورو حکومتي ادارو مرستې ته سترګې په لاره دی.

هغه  پژواک ته وويل : ((د خياطۍ په برخه کې ۲۳ پايې ماشينونه لرو، دا مهال د خياطۍ په برخه کې ۴۶ کسان روزل کېږي ،موږ غواړو، چې دغې برخې ته نور هم انکشاف ورکړو.))

  کريمي زياته کړه :((هغه  امکانات، چې موږ يې په لاس کې لرو، هغه مو دوی ته ورکړي دي  موږ   ژمنه کوو، چې زموږ محبس معياري کړو او ټولې اسانتياوې په کې برابري شي.))

که څه هم زندانيان د درس ويلو لپاره  خونې او يو شمېر نورې اسانتياوې نه لري، خو د زندان مدير  زياتوي، چې اوسمهال د بنديخانې له کوټو څخه د ټولګيو په توګه ګټه اخلي.

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي پژواک اژانس ته وويل، د سږکال په اوږدو کې يې د زندان له زياتره بنديانو سره د قرطاسيې او کتابونو پوره مرسته کړې ده.

  فضلي وايي، تر اوسه د زندان لپاره د ښوونکو کوم تشکيل نلري، خو که په رسمي ډول د زندان مسوولين له دوی څخه د ښوونکو غوښتنه وکړي، نو نوی تشکيل به ورته جوړ او ښوونکي به وروپېژني.

د يادونې ده، چې تېر کال هم په دغه زندان کې تر شلو زياتو بنديانو قرانکريم حفظ کړی و او دا لړۍ لا هم روانه ده.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.