ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې يو ملا امام وژل شوى او درې پوليس ټپيان دي

فراه کې يو ملا امام وژل شوى او درې پوليس ټپيان دي

author avatar
26 Oct 2013 - 13:56
فراه کې يو ملا امام وژل شوى او درې پوليس ټپيان دي
author avatar
26 Oct 2013 - 13:56

فراه (پژواک ٤ لړم ٩٢): چادونې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې يو ملا امام وژلى او درې سيمه ييز پوليس يې ټپيان کړي دي.

د پشت رود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د “برنګک اخترخان” کلي امام عبدالعزيز او ياد شوي پوليس په رينجر موټر کې فراه ښار ته روان وو، چې  سهار شاوخوا نهه بجې په “شهر کهنه” کلي پرې چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليس په سيمه کې له موټر څخه پلي شول او غوښتل يې، چې تر پلچک لاندې ماين وپلټي.

دى وايي، چې له ټپي شوو پوليسو څخه يو يې برسېرن ټپي شوى او دوه نور د فراه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي، چې د ياد ملا امام مړى او دوه ټپي پوليس دغه روغتون ته ور وړل شوي چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د شهر کهنه کلي اوسېدونکي محمدصادق او عيني شاهد د چاودنې له امله ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل، چې د پوليسو رينجر هم زيانمن شوى دى.

تر دې دمه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.