ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دولت دې جلغوزيو ته مارکېټ پيدا کړي”

“دولت دې جلغوزيو ته مارکېټ پيدا کړي”

author avatar
27 Oct 2013 - 13:39
“دولت دې جلغوزيو ته مارکېټ پيدا کړي”
author avatar
27 Oct 2013 - 13:39

 خوست (پژواک ٥ لړم ٩٢): په خوست کې د جلغوزيو پلورونکي وايي، چې سږ کال د دې وچې مېوې نرخونه له حده زيات لوېدلي او دوى يې له زيان سره مخ کړي دي.

د خوست ښار لوېديځ ته د مټه چينې په سيمه کې سلګونه کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د ورځې په اوږدو کې د جلغوزيو د غوټو پر سپړلو بوخت دي.

دغو کسانو د خوست پر غرونو سربېره له پکتيا او پکتيکا څخه دغلته غوټې راوړي او تر سپړلو وروسته يې په عمده ډول يا پر پاکستاني سوداګرو خرڅوي او يا يې خپله پاکستان ته وړي.

 دوی زياتوي، په تېرو کلونو کې د يو کيلو جلغوزيو قيمت ٧٠٠ افغانۍ و، خو سږ دغه اندازه شپږ يا پنځه سوه افغانيو ته رالوېدلې ده.

محمدنعيم د پکتيکا له زېړوک ولسوالۍ څخه دغلته د جلغوزيو له غوټو سره راغلی هغه پژواک ته وويل، تېر کال هم د جلغوزيو حاصلات ښه وو او هم يې نرخونه لوړ وو.

هغه زياتوي، که سږ کال دولت ورته د يوه مناسب مارکېټ په لټه کې نه شي، نو شونې ده، چې د تېر کال په پرتله نيم قيمت هم ترلاسه نه کړي.

هغه وايي: ((تېر کال ډېر قيمته وو، په پاکستان کې يې يو پوخ من (څلوېښت کيلو) په اتيا زره کلدارو خرڅېدل، خو سږ کال دغه نرخ څلوېښتو زرو ته رالوېدلی دی.))

د جلغوزيو د نرخ د لوېدو لامل دا ګڼل کېږي، چې له يوې خوا سږ کال د افغانستان په زياتره ځنګلي سيمو کې جلغوزيو په پريمانه کچه ښه حاصلات ورکړي او له بلې خوا يو شمېر پاکستاني سوداګر، چې مخکې به خوست ته د دې وچې مېوې لپاره راتلل، تر اوسه نه دي راغلي.

د دغه کار له امله د سيمې خلک په خپله اړه دي، چې خپله مېوه د پاکستان مارکېټونو ته يوسي او په نيمه بيه يې خرڅه کړي.

د خوست د ځدراڼو د سيمې اوسيدنکی حاجي ميرګل په خوست کې د يو داسې مارکېټ جوړلو غوښتنه کوي، چې جلغوزي په کې په نړيوالو سوداګرو همدلته وپلوري.

هغه زياتوي، که چيرته دغه کار ترسره شي نو له يوې خوا به خلک په لوړه بيه جلغوزي خرڅ کړي او له بلې خوا به دغه ميوه د افغانستان په نوم په نړيوالو مارکټونو کې وپلورل شي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ له دولت څخه دا غوښتنه کوو، چې په خوست کې دې يو ښه مارکېټ جوړ کړي، چې افغان سوداګر له دې ځايه نورو هېوادونو ته دغه وچه ميوه صادره کړي.))

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رييس نواب اميرزى هم دا يوه جدي ستونزه بولي، چې د هېواد دغه ارزښتناکه ميوه په ډېره ارزانه بيه له لاسه ورکوي.

هغه پژواک ته وويل، که د جلغوزيو پلورونکي د سوداګرۍ رسمي جواز ولري، نو دا ستونزه تر ډېره حده له منځه تلای شي.

هغه زياتوي، اوس د جلغوزيو زياتره سوداګر د سوداګرۍ رسمي جوازونه نه لري او همدا لامل دی، چې نه هم دوی او نه هم دولت ورسره کومه مرسته کولای شي.

 څېړونکي نصيراحمد روښان پژواک ته وويل، دولت اړ دی په خوست کې د جلغوزيو او نورو وچو مېوو د سوداګرو لپاره امکانات برابر کړي او توکي يې په نړيوالو سوداګرو همدلته وپلوري.

هغه وايي، که دولت دا کار وکړي، نو نه يوازې دا چې سوداګر به ډيره ګټه لاسته راوړي، بلکې ولسي خلک به هم د ځنګل د بيا احيا کولو لپاره ډېر کار وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.