کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت له خوا د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د امنيتي پېښو له امله وژل شوي.
سرچينې زياته کړې، چې څلور سرتېري د فراه په خاک سفيد ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې وژل شوي، يو ټپي دى او يو بل سرتېرى د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت دغه راز ويلي، چې په بېلابېلو عملياتو کې يې يو شمېر وسله وال وژلي او ګڼ شمېر ماينونه، وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، وروسته له هغه، چې د امنيتي چارو مسووليت ملي ځواکونو ته وسپارل شو، د افغان ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د معلوماتو له مخې، هره مياشت شاوخوا ٥٠٠ افغان سرتېري وژل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن