جلال اباد-ښرنه (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢ ): د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو په دوو امنيتي پېښو کې دريو پوليسو او ١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله رښتيني د ليندۍ په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر مهال د وازېخوا ولسوالۍ په بازار کې د يوه هوټل مخې ته چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى شوي وو، چې له امله يې يو پوليس او درې عام وګړي وژل شوي، دوه پوليس او اوه عام وګړي ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، هغه تن چې چاودېدونکي توکي يې ځاى پر ځاى کړي وو، د سيمې د اوسېدونکو له خوا تر نيول کېدو وروسته وژل شوى دى.
نوموړی زياتوي، وژل شوی تن خزان نومېږي، د همدې ولسوالۍ د مشورې کلي اوسېدونکی و.
د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکی او د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عبدالغني پکتين هم پژواک ته ياده چاودنه او لسو کسانو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې مرمۍ لګېدو له امله اوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک اژانس ته وويل، چې دا مرمۍ د مملې په سيمه کې په يو پټي کې لګېدلې ده.
هغه زياته کړه، چې له پېښې ورته اوه ټپي ماشومان ور وړل شوي چې د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن