ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا : افغان حکومت دې ۸٨ تنه خطرناک بنديان نه خوشې کوي

امريکا : افغان حکومت دې ۸٨ تنه خطرناک بنديان نه خوشې کوي

author avatar
30 Dec 2013 - 22:25
امريکا : افغان حکومت دې ۸٨ تنه خطرناک بنديان نه خوشې کوي
author avatar
30 Dec 2013 - 22:25

کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): امريکا له بګرام زندان څخه د سلګونو بنديانو پر خوشې کېدو اعتراض وکړ او له افغان حکومت څخه يې وغوښتل ، چې د ۸٨ نورو خطرناکو بنديانو د خوشې کولو مخه دې  ونيسي.

 د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړي عبدالشکور دادرس د مرغومي په ۹مه، په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې يادې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړي، چې تر دې مهاله له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ يې بې ګناه پېژندل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د پاتې نورو زندانيانو دوسيې به يو ځل بيا وڅېړل شي او که د دوى له ډلې هم کوم کسان بې ګناه وي، نو دوى به هم ازاد شي.

دادرس د دغو زندانيانو د زنداني کېدو په اړه خپګان څرګند کړ او ويې ويل، چې دوى له کومو کره ثبوتونو او له دې پرته، چې په خپل جرم پوه شي، په بګرام کې زنداني شوي دي.

خو په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي ، چې افغان حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې خطرناک بنديان به نه خوشې کوي.

په کابل کې يوه امريکايي چارواکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د يادو بنديانو په اړه قوي شواهد او اسناد لري او افغان حکومت ته يې وړاندې کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د يادې کمېټې له خوا له خوشې شويو بنديانو څخه يې ۴۰ سلنه پر افغان ملکي وګړو او افغان ملي ځواکونو بريدونو کې لاس  درلود او ٥٠ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز امريکايي چارواکي وويل ، چې ددې بنديانو ۳۰ سلنه يې پر امريکايي او متحدو ځواکونو نېغ په نېغه بريدونو کې لاس درلود او ٦٠ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دده په وينا، چې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې هغه خطرناک بنديان خوشې کړي، چې امريکا يې په اړه کره شواهد لري.

امريکايي چارواکي ويلي، چې دغه راز ددغو خطرناکو بنديانو خوشې کول د افغان او ايتلافي ځواکونو مورال ته هم زيان رسوي، چې په سختو شرايط کې ژوند کوي او ددغو خطرناکو بنديانو دوسيې يې څېړلې دي.

سرچينې زياته کړې،ددغو ٨٨ بنديانو دوسيې ، چې د جرمونو يې کره شواهد شته، بايد د څارنوالۍ او افغانستان د ملي امنيت ادارې له خوا يې سمه  څېړنه وشي.

امريکايي چارواکي وويل، چې د بګرام د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټه ددې لپاره جوړه شوې وه، چې د بنديانو د دوسيو څارنه او څېړنه وکړي، نه دا چې له ځانه محکمه جوړه کړي او بنديان خوشې کړي.

دده په خبره، چې يادې کمېټې د ولسمشر حامد کرزي له فرمان څخه سرغړونه کړې، چې دوى ته يې ددغو بنديانو د دوسيو په قانوني توګه د څېړلو حکم کړى و.

په کابل کې دغه امريکايي چارواکي په ٨٨ تنه خوشې کېدونکو بنديانو کې يې ديو څو کسانو نومونه هم په ډاګه کړل، چې  په وينا يې، په لويو جرمونو کې ککړي دي.

هغه وويل، چې د سيف الله په نامه يوه طالب د ٢٠١٣ کال په مارچ مياشت کې دپکتيا په زرمت ولسوالۍ کې پر افغان ملي ځواکونو ډزې کړې وې او دوه د ملي اردو سرتېري يې وژلي وو.

دغه راز سرچينې زياته کړه، چې سيف الله بيا څو مياشتې وروسته په همدې سيمه کې  يو ښوونځى په چاودنه کې الوځولى و. چې له امله يې يو زده کوونکى ووژل شو او څلور نور ژوبل شوي وو.

امريکايانو غوښتي ، چې سيف الله بايد د افغانستان له قانون سره محاکمه او سزا ورکړل شي، نه دا چې خوشې شي.

دغه راز يادې امريکايي سرچينې د رحمان ګل، سلام خان  نومونه هم ياد کړل، چې په ٨٨ بنديانو کې دي، چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونو، د ځانمرګو بريدونو تنظيمولو او چاودنو کې يې لاس درلود .

ياد امريکايي چارواکي غوښتنه وکړه، چې ددغو خطرناکو بنديانو دوسيې دې د افغانستان د عدلي او قضايي سستم په رڼا کې سمې وڅېړل شي او د افغانستان د محاکمو له خوا دې ورته سزا ورکړل شي.

د هغه په وينا، دوی د يادو بنديانو په اړه ټول شواهد او ثبوتونه افغان لوري ته سپارلي، خو زياته يې کړه ، چې ياده کمېټه له خپل صلاحيته پورته کار کوي.

خو د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړى وايي: ” په هغو څېړنو کې، چې موږ تر سره کړي، څرګنده شوې چې دغه کسان په زندانونو کې د افغانستان د قوانينو پر خلاف بنديان شوي او د دوى د څېړنو اسناد څرګندوي، چې په هغو کې يې ګوتې او لاسليکونه هم شتون نه لري.”

ولسمشر کرزي د روان کال د وري په ١٧ مه د يوه فرمان په ترڅ کې، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي په موخه درې کسيزه کمېټه وټاکله او دغې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د شکمنو، تورنو او د هغو کسانو وضعيت، چې له شواهدو او ثبوتونو پرته نيول شوي، وڅېړي.

 ولسمشر کرزي له دې کمېټې غوښتې و، څو د يادو زندانيانو څېړنې د افغانستان د اساسي قانون د ١٢٨ او ١٢٩ مندرجو مادو له مخې، له هر ډول لاسوهنو پرته وڅېړي.

ولسمشر دغه راز سترې محکمې او لويې څارنوالۍ ته دندې سپارلي، تر څو د مسلکي او باتجربه کدرونو او د پروان ولايت د اړوندو بنسټونو په دندو ګومارلو سره، د دغه زندان د زندانيانو دوسيې په خپل ټاکلي وخت  ډېر ژر وڅېړي او په اړه يې خپل حکم صادر کړي.

 په بګرام زندان کې، چې په پروان ولايت کې شتون لري، بنديان د ترهګريزو فعاليتونو په شک او تور ساتل کېږي.

 د بګرام زندان مسووليت، د روان کال د وري په ٥ مه له امريکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو او د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانانو نيول او په دغه زندان کې د هغوى ساتل، د دواړو هېوادونو تر منځ د لانجو سبب شوي و.

 د ويلو ده، چې درې مياشتې وړاندې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې د ٤٣٣ زندانيانو د ازادولو حکم هم کړى و، چې له هغه وروسته بيا ازاد شوي وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.