Pajhwok Afghan News

د ټاکنو کمېسيون ولايتونو ته د لوجستيکي توکو لېږد پيل کړ

کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې ولايتونو ته يې د ټاکنو د لوجستيکي توکو لېږد پيل کړى دى.

په دغو توکو کې د رايې اچونې غرفې او نور غير حساس توکي شامل دي، چې څلورو مرکزي ولايتونو کاپيسا، پروان، ميدان وردګو او لوګر ته استول کېږي.

د دغه کمېسيون د دارلانشا مشر ضياءالحق امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوجستيکي توکو د لېږد لړۍ به د روانې مرغومي مياشتې تر ٢٥مې بشپړه شي.

ده ونه ويل، چې د راى پاڼو او د ګوتو د رنګ په څېر د ټاکنو حساس مواد به په مشخصه توګه کله ولايتونو ته ولېږدول شي؟ خو يادونه يې وکړه چې هغه توکي به پر خپل وخت ټولو ولايتونو ته له کومې ستونزې پرته د ټاکنو تر ورځې ورسول شي.

امرخېل وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هڅه کوي، وړاندې له دې چې د ځينو ولايتونو لارې د واورو د ورېدو له امله وتړل شي، خپل ټول اړين توکي ولايتونو ته ولېږدوي.

 امرخېل يادونه وکړه، چې د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره راى پاڼې چاپ شوې او هېواد ته رالېږدول شوې دي، خو د ولايتي شوراګانو راى پاڼې تر چاپ لاندې دي، چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.

دى وايي، چې حساس توکي د هوا له لارې ولايتونو ته لېږدوي.

 ده وويل، چې په ولايتونو کې د دغو توکو د ساتنې لپاره اړين تدابير نيول شوي دي.

د دغه کمېسيون چارواکي وايي، چې په راتلونکو اونيو کې به د هېواد څلورو نورو زونونو ته د ټاکنو غرفې ولېږدوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې ولايتونو ته د لوجستيکي توکو د لېږدولو خبره کوي، چې ټاکنو ته څه د پاسه درې مياشتې پاتې دي.

ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

Views: 0

Exit mobile version