ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې يوه خاوند خپله ښځه ووژله

فارياب کې يوه خاوند خپله ښځه ووژله

author avatar
4 Jan 2014 - 15:48
فارياب کې يوه خاوند خپله ښځه ووژله
author avatar
4 Jan 2014 - 15:48

ميمنه (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): د يوې ښځې په وژل کېدو سره سږ کال په فارياب ولايت کې د ښځو او نجونو د وژنې پېښې ١١ ته ورسېدې.

د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې تېره شپه د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې يوه ښځه د خاوند له له خوا پر ډزو وژل شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، بريد کوونکي خواښې او اوښى هم ټپيان کړي، خو هغوى  روغتون وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

ملاخېل د ياد قتل لامل کورنى تاوتريخوالى په ګوته کړ او زياته يې کړه، چې بريد کوونکى نيول شوى او قضيه تر پلټنواو څېړونو لاندې ده.

دروان کال په ترڅ کې دا د ښځو او نجونو د قتل يوولسمه پېښه ده چې د دغه ولايت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دفتر کې ثبت شوې دي.

د فارياب ولايت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت د يادې پېښې د غندلو تر څنګ وويل، چې د فارياب په ډېرو سيمو کې ورته پېښې را منځ ته شوې؛ خو د بېلابېلو لاملونوپر بنسټ يې چا عدالت غوښتنې ته مراجعه نه ده کړې.

هغه له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل، چې د يادو وژنو عاملين، له قانون سره سم مجازات کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.