هرات( پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٢):چارواکي وايي، چې د هرات پوليسو د ښار په ٦مه ناحيه کې ١١ تنه تښتوونکي ونيول او يو ماشوم يې د هغوى له منګولو ازاد کړ.
د هرات دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ١١ تښتوونکو کې شپږ تنه مېرمنې دي.
هغه زياتوي، تښتوونکو د ښار په شپږمه ناحيه کې د ميلاد په نوم د يو سوداګر زوى ٥٠ ورځې مخکې تښتولى و.
د احمدي په وينا، دغه ماشوم ، چې په يوه څاه کې ساتل کېده، خو نن د ځانګړو عملياتو پر ترڅ کې ازاد کړاى شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن