ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارسلا: امنيتي تړون دې لاسليک شي، بيا دې پر سولې جدي کار وشي

20 Jan 2014 - 10:23
20 Jan 2014 - 10:23

کابل (پژواک٣٠ مرغومى٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد هدايت امين ارسلا وايي، چې يواځې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو له لارې په افغانستان کې امنيت نه شي ټينګېداى، بلکې ښې حکومتوالۍ، د قانون حاکميت او د عدالت اړتيا هم ليدل کېږي.

ارسلا زياتوي، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د دغو کارونو ترسره کول به يې په لومړيتوبونو کې وي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ښه حکومتوالي، د عدالت راوستل، د قانون حاکميت او په عين حال کې اقتصادي پراختيا د دې لامل کېږي چې د ده په باور د افغانستان خلک له حکومت څخه ملاتړ وکړي.هدايت امين ارسلا

دى زياتوي، په دې سره به طالبانو او د دولت نورو وسله والو مخالفينو ته د جګړې پلمه پاتې نه شي.

ارسلا زياته کړه: “دا شيان که موږ وکړاى شو او بايد چې ويې کړو، نو بيا د افغانستان خلک زموږ د حکومت طرفدار کېږي او طالبانو او نورو کسانو ته هم بهانه نه پاتې کېږي، چې د حکومت په مقابل کې وجنګېږي.

هغوى هم دې ته راضي کېږي چې راشي په افغانستان کې په سوله ييزه توګه ژوند وکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت عمده مخالفې ډلې، طالبانو د بهرنيانو تر وتلو پورې تل د خپلې جګړې د جاري ساتلو خبره کړې او له افغان دولت سره د خبرو د يوه عمده شرط په توګه يې د بهرنيانو وتل حتمي بللي دي.

خو که د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون لاسليک شي، نو د لسو نورو کلونو لپاره تر ١٢٠٠٠ بهرني سرتېري دلته پاتې کېداى شي، چې يواځې د ماموريت بڼه به يې بدلون ومومي.

سره له دې چې د ولسمشر حامد کرزي د ځينو شرطونو له امله، د دغه تړون لاسليک تر اوسه ځنډېدلى، خو ارسلا ډاډ څرګندوي، چې دغه تړون به د کرزي له خوا لاسليک شي.

هغه وايي، د کرزي شرطونه د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو “لومړى دې امنيتي تړون وشي، بيا دې له طالبانو سره پر سوله جدي او صادقانه کار وشي.”

نوموړي زياته کړه: “دې ته بايد تمه ونه لرو چې حتماً دې سوله اوس وشي، که سوله کېداى په دغو ١٢ کلونو کې به شوې واى، خو متاسفانه فکر نه کوم چې په دې دوو، دريو مياشتو کې دې سوله راشي.”

خو دى زياتوي، که طالبان د سولې د خبرو لپاره د بهرنيانو پر بشپړ وتلو ټينګار کوي، نو بيا دې لس کاله نور هم صبر وکړي.

ارسلا وويل: “نو بيا دې (طالبان) د لسو نورو کلونو لپاره معطل وي، چې بيا مذاکرات وکړي، لېکن زه فکر نه کوم چې دا خبره صحيح وي. دوى (طالبان) دا خبره اوس نه کوي.”

دی وايي، ډېرى بهرني سرتېري د دغه کال تر وروستيو وځي او د پاتې کېدونکو سرتېرو د ماموريت بڼه هم بدلېږي، چې په دې سره به د طالبانو دا پلمه چې ((بهرنيان دې نه وي)) هم له منځه ولاړه شي.”

ارسلا وايي، د هرې جګړې د پاى ته رسولو لپاره خبرې اترې مهمې دي او طالبان هم بايد ورته غاړه کېږدي.

ارسلا په دې مرکه کې د افغانستان په اړه پر خپلو راتلونکو پلانونو رڼا واچوله ، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې پر پروسې او له امريکا سره د امنيتي تړون، ترڅنګ پر ښې حکومتوالۍ، امنيت، اقتصاد، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، بهرني سياست او د هېواد پر روانو چارو يې خپل نظر څرګند کړ.

ارسلا وويل، که په ټاکنو کې بريالى شي، د اهليت له مخې به دولتي چارواکي پر دندو ګوماري، د فساد د ختمولو لپاره به د قانون حاکميت داسې رامنځته کوي چې هېڅوک ترې مستثنا نه وي.

دا مرکه په بشپړه توګه لاندې لوستلاى شئ:

پوښتنه: په افغانستان کې شته ننګونو ته په کتو مو څنګه پرېکړه وکړه، چې په دغسې سختو شرايطو کې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړئ؟

ځواب: زما خو همېش د افغانستان لپاره خدمت هدف و، مخصوصاً په مشکلو حالاتو کې. کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه، ما په جهاني بانک کې خپله وظيفه پرېښوده او راغلم د جهاد په صف کې ودرېدم، اوس هم په هماغه ډول لکه چې تاسو وويل، سخت شرايط دي او افغانستان مشکلات لري، ما فکر وکړ چې خپلې تجربې د افغانستان د خلکو په ګټه وکاروم، که خداى غوښتل او د افغانستان خلکو راباندې اعتماد وکړ، نو بيا به د همدغو ښځو او نارينه وو، وړو او ځوانانو په مرسته دا مشکلات په ګډه سره حلوو.

پوښتنه: په دغسې يو حالت کې افغانستان د کومو خصوصياتو درلودونکي مشر ته اړتيا لري؟

ځواب: اول خو بايد تعليم او تجربه ولري، داسې تجربه چې د حکومتوالۍ لپاره مهمه وي، په عين زمان کې عزم، اراده او قاطعيت ولري.

پوښتنه: که په ټاکنو کې بريالي شئ، نو لومړيتوبونه به مو څه وي، کېداى شي په اړه يې معلومات راکړئ؟!

ځواب: ډېر کارونه دي، اول بايد وګورو چې زموږ مشکلات څه دي، يو امنيت دى، بل حکومتداري ده، اقتصاد او بهرنۍ اړيکې دي. په هره څانګه کې موږ مختلف پروګرامونه لرو، چې دا به انشاءالله عملي کوو. يو قدم نه دى، بلکې ډېر قدمونه دي چې په عين وخت کې پورته شي.

پوښتنه: تاسو د امنيت خبره وکړه، په تېرو کلونو کې اوسني حکومت هم د امنيت د تامين لپاره هڅې وکړې، څو په افغانستان کې امنيت تامين شي او سوله راشي، خو تر اوسه دغو هڅو څرګنده پايله نه ده لرلې، تاسو به څنګه امنيت تامينوئ، له کومو لارو به مخ ته ځئ؟

ځواب: يو خو بايد موږ خپلې امنيتي قواوې ډېرې تقويه کړو؛ لېکن تنها پر امنيتي قواوو باندې حتمي نه ده چې امنيت او سوله راشي. موږ بايد پر حکومتوالۍ باندې فکر وکړو، حاکميت د قانون راولو، عدالت راولو، اداري فساد په مقابل کې مبارزه وکړو، په عين زمان کې اقتصاد ته وده ورکړو، څو خلکو ته کار پيدا شي او فقر له منځه لاړ شي او په عين زمان کې بين المللي روابط زموږ سم شي، تر څو وکړاى شو چې نور هم قانع کړو چې سوله په افغانستان کې د همسايه ګانو، منطقې او د دنيا په ګټه ده. دا درې شيان چې سره يو ځاى شي، په عين زمان کې موږ بايد له طالبانو او نورو مخالفينو سره صادقانه او جدي مذاکراتو ته کار وکړو او هغوى قانع کړو، چې که په رښتيا دوى غواړي افغانستان ته خدمت وکړي، نو سوله د دوى او د افغانستان په ګټه ده. که داسې وشي، نو حتمي ده چې امنيت او سوله راشي.

پوښتنه: ارسلا صيب! تاسو د جدي مذاکراتو خبره وکړه، په تېرو کلونو کې تاسو هم د ولسمشر سلاکار پاتې شوي ياست، په دې برخه کې حتمي ده چې تاسو به ولسمشر کرزي ته سلا مشورې ورکړې وي، د سولې له اوسنيو هڅو سره به ستاسو د هڅو توپير څه وي، څو مخالفين مذاکراتو ته چمتو شي؟

ځواب: مهمه خبره دا ده چې موږ خپل ځان سم کړو؛ حکومت او حکومتداري سمه کړو، عدالت راولو، حاکميت د قانون راولو، زه پر دې باندې ترکيز کوم، په عين زمان کې اقتصاد ته وده ورکړو، دا شيان که موږ وکړاى شو او بايد چې ويې کړو، نو بيا د افغانستان خلک زموږ د حکومت طرفدار کېږي او طالبانو او نورو کسانو ته هم بهانه نه پاتې کېږي چې د حکومت په مقابل کې وجنګېږي. هغوى هم دې ته راضي کېږي چې راشي افغانستان کې په سوله ييزه توګه ژوند وکړي. نو د دې لپاره زه وايم چې دا کارونه ډېر مهم دي چې موږ يې بايد وکړو څو چې دا نور شيان ورسره نه وي، يواځې په مذاکراتو نه شي کېداى او موږ بايد د افغانستان د خلکو اطمينان لاسته راوړو.

پوښتنه: يعنې تاسو وايئ چې د افغانستان خلک، پر حکومت باور نه لري، ځکه په هېواد کې جګړه ده او مخالفين موجود دي؟

ځواب: نه، نه، مقصد دا نه دى، چې باور نه لري، لېکن دا شيان بهتره کېداى شي، اوس خو تاسو ته معلومه ده چې قانون څومره حاکم دى، رشوتخوري کافي زياته ده، دا ټولو ته معلومه ده، عدالت هم تر پوښتنې لاندې دى، يعنې دا شيان بايد بهتر کړو.

پوښتنه: د مخالفينو د جګړې يواځې يو بعد به دا نه وي چې ګواکې دلته ښه حکومتداري نشته، د هغوى عمده نيوکه دا ده چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، څو دوى له حکومت سره خبرو ته حاضر شي؟

ځواب: زه خو فکر نه کوم چې تنها دا موضوع وي، بهرنۍ قواوې خو اکثره د دغه کال تر اخره پورې وځي او صرف هغه کسان پاتې کېږي چې دلته زموږ عسکري قواوو ته تعليم ورکوي. د بهرنيانو طرز د موجوديت بېخي بدلېږي، نو د هغوى لپاره دا خبره بهانه نه پاتې کېږي.

پوښتنه: ستاسو له نظره له طالبانو او نورو مخالفينو سره د سولې خبرې څومره اړينې دي؟

ځواب: ضروري خو بېخي ضروري دي، که مقصد مو دا وي، ولې چې بالاخره جنګونه د مذاکراتو له لارې پر سولې بدلېږي.

پوښتنه: دا خو سمه ده، خو د طالبانو تل دا غوښتنه وه چې بهرنيان ووځي، هله به دوى مذاکره کوي، خو اوس که امنيتي تړون لاسليک شي، بهرني ځواکونه به تر ٢٠٢٤ کال پورې پاتې شي؟

ځواب: نو بيا دې (طالبان) د لسو نورو کلونو لپاره معطل وي، چې بيا مذاکرات وکړي، لېکن زه فکر نه کوم چې دا خبره صحيح وي، دوى (طالبان) دا خبره اوس نه کوي.

پوښتنه: کېداى شي له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه خپل نظر څرګند کړئ؟

ځواب: زه خو فکر کوم چې هو، دا بايد لاسليک شي، د افغانستان خلکو په مشورتي جرګه کې خپله اراده وښوده او په عين زمان کې د افغانستان پارلمان هم همدا غږ کوي چې بايد دا تړون لاسليک شي.

زه فکر کوم اکثره کانديدان هم په همدې نظر دي چې دا بايد لاسليک شي، چون دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او په عين زمان کې افغانستان اقتصادي او امنيتي کومکونو ته ضرورت لري. د دې لپاره بايد دا تړون هرڅومره ژر چې کېداى شي لاسليک شي. زه وايم د همدې حکومت له خوا دې لاسليک شي.

پوښتنه: کرزي صېب د دې تړون لپاره شرطونه وړاندې کړي دي، تاسو هم د کرزي له شرطونو ملاتړ کوئ، کنه وايئ چې پرته له شرطونو دې لاسليک شي؟

ځواب: سوله خو ټول خلک غواړي، ښکاره خبره ده، هېڅوک په افغانستان کې نشته چې ووايي سوله نه غواړي. خو ايا سوله د امريکايانو په لاس کې ده، چې تنها هغوى سوله راوستلى شي، که دا زموږ په لاس کې ده يا د طالبانو او همسايه ګانو په لاس کې ده؟ يعنې دا بايد په نظر کې ونيسو، دې ته بايد تمه ونه لرو چې حتماً سوله دې اوس وشي، که سوله کېداى، په دې ١٢ کلونو کې به شوې واى، خو متاسفانه فکر نه کوم چې په دې دوو، دريو مياشتو کې دې سوله راشي. نو د دې لپاره وايم چې دا شى (امنيتي تړون) دې امضا شي، بيا دې پر سولې باندې جدي او صادقانه کار وشي، څو دا مشکل حل شي.

پوښتنه: ارسلا صاحب! ولسمشر کرزي مشورتي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې سوله د امريکايانو په لاس کې ده، تاسو له دې خبرې سره موافق ياست؟

ځواب: هغه د کرزي صاحب خپل نظر دى، معلوم داره هغوى يو رول لري، لېکن څومره رول لري؟ په دې کې فکرونه او عقيدې مختلفې دي.

پوښتنه: طبيعي ده چې د يوه هېواد د امنيت د تامين په برخه کې د نورو ابعادو تر څنګ د امنيتي ځواکونو ښه تجهيز اړين دى، تاسو به امنيتي ځواکونه څنګه تجهيزوئ، مخصوصاً هوايي ځواک؟

ځواب: اول خو که دا موافقتنامه (له امريکا سره امنيتي تړون) امضا شي، امېد دى چې بعضې شيان به له بين المللي کومکونو څخه موږ ته راشي، لېکن بعضې هوايي وسايل چې دوى يې موږ ته راکوي، بايد موږ کوشش وکړو چې له خپلو داخلي منابعو څخه يې تامين کړو، ځکه چې زموږ قواوې په هوايي برخه کې ضرورت لري، مخصوصاً ترانسپورټ بايد کافي ولرو، تر څو عسکر له يو ځاى څخه بل ځاى ته انتقال کړو، خو مهمه دا ده چې موږ خپل زخميان په سم صورت سره، فوراً طبي مراکزو ته ورسوو.

متاسفانه يو له مشکلاتو څخه چې زموږ پر مخ پروت دى او زموږ د امنيتي قواوو تلفات يې له امله زيات شوي دي، دا دى چې موږ نه شو کولى په اسانۍ سره خپل زخميان طبي مراکزو ته انتقال کړو.

پوښتنه: مننه، يوه بله ستونزه چې د افغانستان دولت ورسره مخ دى، د اداري فساد موضوع ده، تاسو د اداري فساد د ختمولو لپاره ځانکړي پلانونه لرئ؟

ځواب: تر ټولو مخکې د قانون حاکميت دى؛ يعنې قانون بايد پر هر چا باندې تطبيق شي، څوک چې فساد کوي، بايد د قانون پنجې ته وسپارل شي، لېکن نور شيان هم شته چې کولى شي فساد ورک کړي، لکه طرز د کار او بيروکراسۍ (کاغذ پراني) چې په افغانستان کې ده، دا مختصره کړو، تر څو چې د فساد لپاره فرصتونه کم شي. له بلې خوا مهمه دا ده چې موږ کوشش وکړو، هغه کسان چې خدمات غواړي، لکه پاسپورټ يا جواز … د دوى او دولتي چارواکو په منځ کې ډېر تماس نه وي. لېکن له ټولو څخه مهم دا دى چې موږ د افغانستان خلک وهڅوو، چې په دې مبارزه کې له موږ سره مرسته وکړي. د خلکو له کومک پرته زه فکر نه کوم چې فساد په اسانۍ له منځه لاړ شي او په عين زمان کې بايد ووايم، چې داسې بايد فکر ونه کړي چې يواځې هغه کسان ګرم دي چې رشوت اخلي، بلکې هغه کسان چې رشوت ورکوي هم، له هغوى سره هم قانوني روش وشي.

پوښتنه: ستاسو له نظره د فساد لاملونه څه دي او تاسو به يې د لاملونو د له منځه وړو لپاره هم ګام پورته کوئ؟

ځواب: هو بالکل، لکه چې مې وويل بعضې قدمونه چې په کارونو کې دي، همدا خپله عامل د فساد دى.

بل عامل د فساد د ځينو کسانو کم معاشونه دي، د دوى معاشونه بايد ډېر شي، له بلې خوا په تعليم او تربيې کې موږ د فساد په مقابل کې، درسونه ولرو، چې متعلمين له اول څخه د دې په نقص پوه شي چې څنګه يوې اجتماع او يوې کورنۍ ته ضرر رسوي، نو د دې ټولو په مقابل کې بايد مبارزه وشي.

پوښتنه: لکه څنګه چې تاسو په اقتصادي برخه کې هم ډېر کار کړى دى، که په ټاکنو کې بريالي کېږئ، نو اقتصادي پاليسي به مو څه وي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره به کوم ګامونه پورته کوئ؟

ځواب: اول خو زموږ هدف د اقتصاد وده ده او په عين زمان کې د کار توليدول او د فقر له منځه وړل دي، دا اهداف دي زموږ، لېکن په مختلفو ساحاتو کې مختلف پروګرامونه لرو چې بيا يې د کمپاين په جريان کې له خلکو سره شريکوو، لېکن په عمومي توګه زموږ تمرکز په زراعت، زراعتي صنايعو او معادنو باندې دى او په عين زمان کې پر زېربنايي سرمايه ګزاريو دى او بالاخره اوس خو نه، لېکن زمينه بايد د توريزم (سياحت) لپاره هم برابره کړو، چې په اينده کې په افغانستان کې توريزم وده وکړي.

په افغانستان کې دا امکانات ډېر زيات دي، هم په زراعت، هم په معادن او هم په توريزم کې. په عين زمان کې زېربنايي کارونه، لکه واړه او متوسط بندونه بايد جوړ شي، تر څو اوبه کنټرول شي او هم برق توليد شي.

پوښتنه: تاسو د کانونو يادونه وکړه، په کانونو کې د فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي، همداراز هسې چې لازمه ده، د کانونو په برخه کې پرمختګ نه دى شوى، کانونو ته به ستاسو توجه څومره وي؟

ځواب: بالکل ډېره، ځکه چې دا زموږ لويه سرمايه ده، لېکن اداره يې بايد قوي اداره وي، سمو بين المللي کمپنيو سره، چې ښه شهرت لري، له هغوى څخه بايد استفاده وکړو او هغوى راشي زموږ کومک وکړي چې معادن استخراج کړو. له دې منبع څخه بايد په مثبته توګه استفاده وشي، چې خداى ناخواسته افغانستان لکه کانګو او ځينو نورو ممالکو غوندې نه شي چې دا سرمايه (طبيعي زېرمې) يې دښمن شوې، باعث د جنګونو، نفاق او فساد شوې، نو موږ غواړو چې زموږ هېواد کې دا مشکلات رامنځته نه شي.

پوښتنه: تاسې وړاندې د تعليم يادونه وکړه او د نورو ګټو تر څنګ يې تاسو د فساد په له منځه وړو کې مهم وباله، د افغانستان د تعليمي او تحصيلې برخې د پراختيا لپاره څه کول په کار دي، ستاسو پلانونه څه دي؟

ځواب: اول خو موږ کوشش وکړو د کومو کسانو لپاره چې په تېرو کلونو کې مکتب ته د تګ امکانات برابر نه وو، دا زمينه مساعده شي چې دوى ټول مکتب ته ولاړ شي، که هغه خصوصي وي يا دولتي، يعنې د کميت له مخې هم معارف پراختيا ومومي، لېکن مهمه دا ده چې موږ ډېر په کيفيت باندې تمرکز وکړو، تر اوسه پورې متاسفانه چې کيفيت ضعيف دى، لارې يې. معلوم داره ده چې مختلفې دي، معلمين بايد تربيه شي، د معلمانو معاشات بايد زيات شي، تر څو پوه خلک تشويق شي او معلمۍ ته اماده شي او په عين زمان کې بايد له اخري (نوې) ټکنالوجۍ استفاده وشي، چې له لرې هم معلمين تربيه شي او هم له متعلمينو سره په تدريس کې مرسته وکړي او د عالي تحصيلاتو په برخه کې هم د کميت او هم د کيفيت خبره ده. له همدې لحاظه خو زه وايم چې په لويو ښارونو کې بايد موږ پوهنتونونه ولرو، لېکن د دوى کيفيت هم بايد جګ وي، بعضې پوهنتونونه بايد ولرو چې د دنيا له پوهنتونو سره اړيکې ولري او په دې وسيله باندې خپل کيفيت لوړ کړي. همداسې د عالي تحصيلاتو احتياجات رفع کړي.

پوښتنه: ښاغلى ارسلا! غواړو ستاسو د پروګرامونو پر مالي اړخ خبرې وکړو، طبيعي ده چې دا پروګرامونه مالي سرچينو ته اړتيا لري، تاسو به له کومو لارو د دغو پروګرامونو د پلي کولو لپاره دغه سرچينې برابروئ؟

ځواب: دا په اولويتونو پورې هم اړه لري؛ موږ په څو اينده کلونو کې بين المللي کومکونو ته ضرورت لرو، لږ تر لږه د لسو نورو کلونو لپاره فوق العاده کومکونو ته ضرورت لرو، نو د همدې لپاره هم ده چې زه وايم امنيتي (تړون) بايد امضا شي. زه فکر کوم دا کومکونه کېږي، خو له دې کومکونو بايد بهتره استفاده وکړو. بل دا چې امکان لري په بعضې ساحاتو کې زموږ خپل مصارفات اضافي وي، چې دومره ضروري نه وي، په هغې کې هم تغيير راتلاى شي.

له بلې خوا افغانستان ډېر امکانات لري، د معادنو له لحاظه، د زراعت او تجارت او نورو له لحاظه، تر څو موږ وکړاى شو چې اقتصاد ته وده ورکړو، لېکن مشروط په دې چې کوشش وکړو، قانون مندي راولو، قضا خپله سمه کړو، رشوت خوري او نور شيان له منځه يوسو، تر څو وکولى شو نور خلک هم تشويق کړو چې راشي دلته سرمايه ګذاري وکړي، هم داخلي تاجران او هم خارجي سرمايه ګذاران راشي، نو له دې سره دا ملک وده کوي او دا امکان لري.

پوښتنه: يو څه چې په تېرو کلونو کې د ګاونډيو هېوادونو له خوا د افغانستان د حکومت پر وړاندې ترې د فشار د يوې الې په توګه استفاده شوې، هغه افغان مهاجرين دي، تاسو د دوى د بېرته راستنولو لپاره پلان لرئ؟

ځواب: موږ خو پلان لرو، څو کوشش وشي هر څومره چې ډېر کېداى شي، افغان مهاجرين په خپله رضا نه په زوره، بېرته هېواد ته راستانه شي، په تدريجي صورت راشي، تر څو موږ وکړاى شو چې دوى ته وسايل هم اماده کړو. زما خپل پلان دا دى چې موږ بايد په مختلفو ځايونو کې ښارګوټي جوړ کړو، ښارونو ته نږدې يا په هغو مناطقو کې چې دا خلک ترې تللي دي، داسې ښارګوټي وي چې اقتصادي امکانات هلته موجود وي، چې هم د سرمايه ګذارۍ امکانات ولري، خلک په کې وکړاى شي کار پيدا کړي او ژوند وکړي، د دې ګټه دا هم ده چې لويو ښارونو کې د خلکو د ډېر تراکم مخه نيول کېږي او مشکلات ډېرېږي، نو په دې اساس دا مشکلات کمېږي. په خپلو سيمو کې بايد ورته د ګروت سنټرز (د ودې مرکزونه) جوړ کړو، نه تنها د مهاجرو لپاره، بلکې د هغو کسانو لپاره چې غواړي ښار ته راشي، تر څو هغوى هم هماغو ښارګوټو ته لاړ شي.

پوښتنه: ښاغلى ارسلا! راځو ستاسو بهرني سياست ته، په بهرنيو اړيکو کې به څنګه توازن ساتئ، بهرنۍ پاليسۍ به مو څه وي، لکه امريکا د افغانستان ستراتيژيک ملګرى دى، خو ايران مو ګاونډى دى، د دې دواړو تر منځ ستونزې شته، د دوى تر منځ تعادل به څنګه ساتئ، د اوسني حکومت په څېر به وي، که چا ته اولويت ورکوئ؟

ځواب: داسې ده، موږ له ټولې دنيا سره سم او قوي روابط غواړو، هم له شرق سره او هم له غرب سره؛ يعنې په دې (بهرني سياست) کې موږ يو سم تعادل ته ضرورت لرو، لېکن امريکا او ځيني نور اروپايي ممالک زموږ ستراتيژيک ملګري دي چې ستراتيژيک تړونونه ورسره لرو، لېکن په عين زمان کې هم امريکا پوهېږي او هم ايران پوهېږي چې موږ يو ازاد ملک يو، موږ کولى شو چې له مختلفو ممالکو سره روابط ولرو، لېکن دا روابط د چا په نقص نه وي، اوس چې موږ له امريکا سره روابط لرو، دا په دې معنا نه ده چې موږ له ايران سره دښمني وکړو، همداسې له ايران سره روابط لرو، خو له امريکا سره دښمني نه کوو.هدايت امين ارسلا

پوښتنه: ارسلا صېب! که بريالي شئ، د حکومت جوړښت به مو څنګه وي، د اوسني حکومت په اړه ډېر ويل کېږي، چې څوکۍ يې د قوميت پر بنسټ وېشلي دي؟

ځواب: ما ته افراد او اتباع د افغانستان مهم دي، زه خو وايم چې موږ بايد پر اشخاصو او افرادو تمرکز وکړو، نه پر قومونو، موږ بايد کوشش وکړو چې هر فرد د افغانستان احساس وکړي چې د دغه ملک مالک دى، په دې ملک کې حق لري، په دغه ملک کې يې له حقوقو دفاع کېږي، هم د دولت له خوا او د خلکو له خوا.

نو پر دې اساس دا قومي موضوعات له منځه ځي، معلومداره ده چې افغانستان له مختلفو قومونو جوړ شوى، په دې کې شک نشته، مګر موږ بايد کوشش وکړو چې تر ډېره حکومت د اهليت او پوهې او تجربې پر اساس تشکيل شي، نه د قومي تقسيماتو پر اساس او که اهليتونه سره برابر وي، بيا هلته که سړى توازن هم راولي، نو ښه به وي، يعنې چې دواړه په نظر کې ونيول شي، بايد اهليت د تقسيماتو قرباني نه شي، که داسې وشي، حکومت بيا خپل کار سم مخ ته نه شي وړلى، خلکو ته په عمومي صورت زيات خدمت نه شي کولى.

پوښتنه: ښاغلى ارسلا! په حکومت کې د ځينو زورواکانو يادونه کېږي، چې ډېر برلاسي دي، تاسو به د دوى فشار ته څومره غاړه ږدئ، که به ورسره مقابله کوئ؟

ځواب: داسې ده چې د افغانستان خلک په خپلو منځو کې هېڅ مشکل نه لري، لېکن ځينې زورواکان او لنډ نظري رهبران دي چې قومي اختلافات منځ ته راوړي، نو د دوى په مقابل کې بايد د افغانستان خلک هم بايد مبارزه وکړي. که په قومونو کې سم خلک وي، چې دې ملک ته سم او صادقانه خدمت وکړي، ولې نه، هغه کسان بايد راجلب شي، مګر هغوى بايد جزء د حکومت وي، رهبري ته بايد جوابده وي، نه کوم بل کس ته چې له دې حکومت او نظام څخه د باندې وي.

پوښتنه: ولسمشر کرزي په خپل حکومت کې په وار وار د مصلحت خبره کړې ده، تاسو به داسې مصلحت نه پالئ او ستاسو له نظره به مصلحت څه وي؟

ځواب: مصلحت خو تر يوه حده پورې خلک د ثبات لپاره کوي، لېکن مصلحت بايد د عدم قانونمندۍ، عدم عدالت او رشوتخورۍ باعث نه شي؛ يعنې موږ بايد د دې شيانو په مقابل کې مبارزه وکړو، که ډېر مصلحت وشي، متاسفانه چې دا شيان منځ ته راځي.

پوښتنه: که په وروستيو کې د انتقالي عدالت د پلي کولو په اړه ووايئ، که په ټاکنو کې بريالي شئ، په تېرو دريو لسيزو جګړو کې ښکېل کسان به محاکمې ته راکش کړئ؟

ځواب: داسې ده چې متاسفانه په دې ٣٠ کلونو کې د افغانستان خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، زموږ امېد خو دا دى چې له دې مرحلې موږ ووځو او سولې، ثبات، ارامۍ او پرمختګ خوا ته لاړ شو او ډېر شا ته ونه ګورو.

دا جګړې په نورې دنيا کې هم شوې دي، خو لارې ورته پيدا شوې چې څنګه دا موضوعات حل شي؟ مثلاً په جنوبي افريقا کې نېلسن منډېلا يوه لاره غوره کړه، موږ هم بايد يوه سمه لاره پيدا کړو، د دې لپاره چې له دې “شيانو” تېر شو. البته بايد وګورو چې مخکنيو حکومتونو څه کړي دي، يعنې مخکنيو حکومتونو عفوې هم اعلان کړې دي، بعضې هغو شيانو ته هم سړى بايد احترام ولري. خو بيا هم معلومداره ده چې په اسلام کې حق العبد، حکومت نه شي بښلى.

دا د انسانانو خپله خوښه ده، نو امېد دى چې کوشش وکړو، يو بل سره وبښو او له دې مشکلاتو څخه تېر شو، تر څو د افغانستان اينده سمه وي، داسې نه وي چې موږ داسې کار وکړو چې د قصد او قصدګيرۍ لپاره نور هم د انسانانو وينې تويې شي او عدم ثبات او ظلمونه منځ ته راشي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.