ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندان ٦٥ بنديان خوشې شول

د بګرام زندان ٦٥ بنديان خوشې شول

author avatar
13 Feb 2014 - 12:04
د بګرام زندان ٦٥ بنديان خوشې شول
author avatar
13 Feb 2014 - 12:04

کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د افغانستان حکومت له بګرام زندانه هغه ٦٥ بنديان خوشې کړل، چې امريکا خطرناک بللي او پر خوشې کېدو يې اندېښنه ښودلې ده.

څو ورځې مخکې د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي وو، چې ډېر ژر به د بګرام ٦٥ بنديان خوشې شي.

د بګرام د نظامي پوليسو د لومړۍ فرقې لوا د رسنيو مسوول جګړن نعمت الله خاکي د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بنديان نن سهار نهه بجې خوشې شول.

هغه زياته کړه، چې دوى د لويې څارنوالۍ د حکم پر اساس خوشې شوي ، چې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي.

امريکا د دغو بنديانو پر خوشې کېدو سخته نيوکه کړې او خپله اندېښنه يې ښودلې وه، خو لويې څارنوالۍ پرون په دې اړه د امريکا نيوکې رد کړې او ويې ويل، چې ياد بنديان جرمي شواهد او اسناد نه لري.

لويې څارنوالۍ ويلي و، چې د بګرام د بنديانو د دوسيو څېړلو د کمېسيون له خوا دوى ته ٨٨ دوسيې سپارل شوې وې، چې له کره پلټنو وروسته يې د ٦٥ بنديانو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.

د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي پرون په يوه خبري غونډه کې ويلي و ، چې د پاتې ٢٣ دوسيو په اړه د دوى څېړنې ادامه لري او که چېرې يې په اړه شواهد او اسناد ترلاسه نه شول، نو هغوى به هم خوشې شي.

په کابل کې يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې ياد بنديان نن سهار وختي له زندانه خوشې شوي دي.

سرچينې زياته کړې، هغوى په داسې حال کې له بګرام څخه خوشې شول، چې مخونه يې پرې پټ شوي وو او بسونو ته خېژول کېدل.

دا چې دغه بنديان چېرته خوشې کېږي، يادې سرچينې وويل ، چې کېداى شي کابل ته پر لاره له کومې امنيتي پوستې سره خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

بلخوا په کابل کې د ايساف اړوند د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته نن سهار وختي په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت ياد بنديان نن خوشې کوي.

امريکايي ځواکونو په دې خبرپاڼه کې يو ځل بيا د دغو کسانو پر خوشې کېدو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده .

سرچينې ويلي، چې يادو ٦٥ بنديانو د ٣٢ امريکايي سرتېرو او ٢٣ افغان ځواکونو په وژلو کې نېغ په نېغه لاس درلود.

امريکايي ځواکونو دغه راز زياته کړې، چې دغو بنديانو افغان او امريکايي ځواکونو ته ګواښونه او ثبات ته هم ستر ګواښ رامنځته کړى و.

په ياده خبرپاڼه کې امريکايي ځواکونو د يو شمېر بنديانو نومونه او په بېلابېلو وختونو کې په امنيتي پېښو کې د هغوى د ککړتيا په اړه هم معلومات خپاره کړي دي.

بلخوا په کابل کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د يادو بنديانو پر خوشې کېدو اندېښنه ښودل شوې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.