کندهار ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي کندهار ولايت ته سفر وکړ او دغلته يې د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيست.
د سلواغې په ٢٦مه، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد، د هېواد يو شمېر وزيرانو او نورو لوړ پوړو چاواکو ملتيا کوله.
د پوهنتون د پرانيستې په مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي وويل، چې په کندهار کې د دغه پوهنتون د جوړېدو ژمنه د هند لومړي وزير من موهن سنګهـ درې کاله مخکې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.
هغه دغه پوهنتون د کرنې او ټکنالوجۍ په برخه کې د هېواد په کچه لومړى او تر ټولو مهم پوهنتون ياد کړ او ويې ويل، چې محصلين به پکې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.
ولسمشر له افغانستان سره د هندوستان مرستې وستايلې او ويې ويل، چې دغه هېواد د ګڼو نورو برخو تر څنګ په تعليمي برخه کې له افغانانو سره مرستې کړې دي.
د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هم د دغه پوهنتون جوړول د افغانستان د پرمختګ لپاره يو مهم ګام وګاڼه.
هغه وويل، هېواد يې په تعليمي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه، همدا اوس د ٢ زره په شاوخوا کې افغان محصلين د هندوستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده کړې کوي او دغه لړۍ به روانه وي.
خورشيد وويل، چې د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ په ملي پوهنتون کې به کورني او بهرني ښوونکي د ماسټرۍ تر کچې پورې محصلينو ته زده کړې ورکوي او له دې سره به د دې هېواد کرنه ډېر زيات پرمختګ وکړي.
د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د هېواد په کچه لوى پوهنتون دى ، چې بشپړ تاسيسات يې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.
که څه هم د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې لا نه دي پيل شوې، خو چارواکي وايي، تر هغه چې تر راتلونکو دوو يا درېيو کلونو د دغه پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي، اوسمهال به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن