ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان کاني توکي له رېل پرته نړيوالو بازارونو ته نه شي رسېدى”

“د افغانستان کاني توکي له رېل پرته نړيوالو بازارونو ته نه شي رسېدى”

author avatar
9 Mar 2014 - 17:48
“د افغانستان کاني توکي له رېل پرته نړيوالو بازارونو ته نه شي رسېدى”
author avatar
9 Mar 2014 - 17:48

 کابل (پژواک ١٨ کب ٩٢): “تر څو چې افغانستان د رېل پټلۍ د ٣٦٠٠ کيلومتره لنډ واټن پر جوړولو کار پيل نه کړي. نو د وسپنې، مسو او سروز زرو په څېر د دغه هېواد نورو کاني توکو د بندو شتمنيو ته د خلاصون کيلي نه شي موندلى.”

دغه مطلب د (BLOOMBERG) په نامه ويبپاڼه کې په خپاره شوي راپور کې څرګند شوى دى.

يادې ويبپاڼې په خپل دغه راپور کې د افغانستان د رېل ګاډي پټلۍ په جوړېدو او له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيو پوځي ځواکونو وتو ته په پام سره د دې موضوع پر اوسني وضعيت هم څېړنه کړې ده.

د فوايد عامې وزارت مرستيال وزير احمدشاه وحيد په دې وروستيو کې ويلي، چې د رېل پټلۍ په ٢٥ کلني پلان کې افغانستان له نړۍ سره نښلول کېږي.

د وحيد د معلوماتو له مخې، د رېل دا پټلۍ په شمال کې افغانستان له مرکزي اسيا او چين، په ختيځ او سوېل کې له پاکستان او په لوېديځ کې له ايران سره نښلوي.

د ياد وزارت د مرستيال په خبره، په دې برخه کې تر ټولو ستر بندښت د رېل پټلۍ د دا ډول شبکې لپاره د ميلياردونو ډالرو موندلو ته اړتيا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسيا پراختيايي بانک رييس توکيشي جوجي څه موده وړاندې د دغه بانک له ١٦٥ ميليونه ډالره مرستې خبر ورکړ، چې د ده په وينا، ياده مرسته به له ازبکستان څخه مزارشريف ته د رېل پټلۍ د ٩٧ سلنې لپاره، چې له سلو کيلومتره کم اوږدوالى لري، ولګول شي.

نوموړي د رېل پټلۍ جوړول د افغانستان غوندې په وچه کې را ايسار هېواد د کاني توکو د لېږدل لپاره، حياتي وبلله او زياته يې کړه، افغانستان له دې لارې کولى شي، چې ګاوڼديو هېوادونو او يا هم نړيوالو بازارونو ته لار پيداکړي.

د “بلومبرګ” ويبپاڼې په خپاره کړي راپور کې د جوجي له قوله راغلي: ((د دې رېل پټلۍ لپاره ډېرې سترې پانګونې ته اړتيا ده، چې دولت او يا هم مرسته ورکوونکې سرچينې يې په يواځې ځان نه شي ورکولى.))

د رېل پټلۍ په برخه کې له افغانانو سره د مرستې او مشورې د ټېم رييس او د امريکا د اردو يو افسر تيموتي کريستنسن ويلي: ((د شته ستونزو حل لکه د رېل پټلۍ د امنيت خوندي کول او ساتل، د افغانانو له بنسټيزو اړتياوو څخه ګڼل کېږي.))

 د کريستنسن د معلوماتو له مخې د افغانستان دولت د پوليسو يو ٤٧٠ کسيز ځواک په بلخ ولايت کې د حيرتان سرحدي شار په نايب اباد ساحه کې د رېل پټلۍ د ساتلو لپاره ګومارلى دى.

په ورته وخت کې د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، د رېل پټلۍ په اوږدو کې چې د حيرتان له نايب اباد ساحې څخه تر مزارشريف پورې غځېدلې، د رېل پټلۍ ساتلو يوه ځانګړې قطعه د رېل پټلۍ د امنيت ساتلو لپاره ګومارل شوې ده، چې نږدې له سلو زيات پوليس په کې ګومارل شوي دي.

هغه وويل: ((دې قطعې د رېل پټلۍ ټول امنيتي مسووليت پر غاړه اخيستى دى.))

همدارنګه له افغانانو سره د مشورې او همکارۍ ټېم رييس د رېل پټلۍ په ساتنه کې د خلکو رول او همکاري مهمه وبلله او وايي بايد هغو کلو د عامه ګټې پروژې پلې شي، چې د رېل پټلۍ په اوږدو کې پراته دي، خو اوسېدونکي د رېل پټلۍ په امنيت ساتلو کې مثبت رول ولوبوي.

کريستنسن په کابل ښار کې له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي: ((د رېل پټلۍ په اوږدو کې د امنيت موضوع يوه ننګونه ده، خو حل لاره يې هم غير ممکنه نه ده او د کچې ټيټولو لپاره يې بايد هڅه وشي.))

د BLOOMBERG په راپور کې ليکل شوي، چې تر اوسه پورې د افغانستان د دولت ستراتيژي داسې وه، چې د کانونو د استخراج قراردادي شرکتونه، د نورو مسووليتونو ترڅنګ مکلف دي، چې ايران او پاکستان ته د کاني توکو د لېږد لپاره رېل پټلۍ جوړې کړي.

په راپور کې په مشخص ډول د حاجيګک او نورو کاني پروژو په قرارداد کې وروستيو شته ستونزو ته اشاره شوې ده.

 د دغه راپور پر بنسټ، د باميانو ولايت د حاجيګک کان پروژه، چې د کابل لوېديځ ته په سل کيلومترۍ کې موقعيت لري، قرارداد يې د ١٣٩٠ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د ١١ ميليارده ډالرو په ارزښت له “فولاد” هندي کمپنۍ سره وشو، خو په دې وروستيو کې يې کار د افغانستان له دولت سره د رېل ګاډي پټلۍ د جوړېدو په اړه د اختلافاتو په سبب ځنډېدلى دى.

 د دغه راپور له مخې، په پيل کې د حاجيګک وسپنې د استخراج او لېږد لپاره داسې طرحه وړاندې شوې وه، چې په خليج فارس کې د برېښنا يوه کارخانه، چې د ٨٠٠ مېګاواټه برېښنا او رېل پټلۍ ولري، د ٩٠٠ کيلومترو په واټن له حاجيګکه د ايران تر زهدانو او د همدغه هېواد تر چابهار بندره پورې جوړ شي.

خو په نوي ډيلي کې د “فولاد” کمپنۍ رييس سي اېس ورما ويلي: ((موږ به د حاجيګک د وسپنې کان پر وړاندې ژمن پاتې شو، خو انتظار کوو، چې د افغانستان دولت ځيني عمومي امکانات لکه د رېل ګاډي شبکه چې کانونه له بندر سره نښلوي، موږ ته وړاندې کړي.))

هغه زياته کړه: ((موږ په پړاوونو کې پرمختګ او په لسو دوولسو راتلونکو کلونو کې پانګونې ته ژمن يو.))

بلخوا بيا د عينک مسو قرارداد هم د رېل ګاډو کرښو په جوړولو کې له ورته ستونزو سره مخ دى.

د افغانستان د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېلوال ويلي، چې د مس عينک د قرار داد له ترلاسه کولو وروسته چينايي پانګوالو ژمنه کړې، چې د رېل پټلۍ جوړه کړي.

عمر زاخېلوال هيله څرګنده کړه او ويې ويل: ((کله چې د عينک مسو د استخراج عملي کار پيل شي، نو يقيناً زموږ تمه به دا وي، چې له د عينک له مسو څخه تورخم او پېښور ته رېل پتلۍ فعاله شي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د عينک مسو د استخراج پروژه د يوې چينايي کمپنۍ له خوا د دريو ميلياردو ډالرو په ارزښت له پانګې اچونې څخه اوه کاله وروسته د امنيتي ګواښونو او د بودايي اثارو د ژورولو له امله وځنډېده.

خو د کانونو او پيټروليم وزارت هيله څرګندوي، چې د کانونو د سترو استخراجي پروژو ستونزې، چې د رېل پټلۍ د نشتوالي له امله پيدا شوې، د سترو استخراجي کمپنيو له خوا حل شي.

بلخوا د کانونو او پيټروليم وزارت مرستيال عبدالجميل حارس وايي، چې هندي پانګوال خپلې اوږدمهالې ژمنې ته وفادار دي او غواړي، چې د افغانستان د کورنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره په کابل کې د ١.٥ ميليون ټنو فولادو استخراج پيل کړي.

په دې سربېره په دې وروستيو کې د فولادو هندۍ کمپنۍ رسنيو ته ويلي، چې دوى د حاجيګک وسپنې پروژې ته ژمن دي او په هېڅ وجه به هم د وسپنې له دې پروژې څخه تېر نه شي.

خو له افغانانو سره د مشورتي او همکارۍ ټېم رييس کريستنسن وايي، چې د رېل پټلۍ په اوږدو کې د پلونو جوړېدلو ته هم اړتيا ده، چې د محاسبې پر بنسټ به نږدې يو ميليون ډالر لګښت وغواړي.

هغه زياته کړه، چې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان د رېل پټلۍ کار پيلېږي، دا پټلۍ د شمال د نفت او ګازو حوزې د حمل او نقل او د افغانستان د نورو کاني توکو لپاره ځانګړى اهميت لري.

نوموړى په دې نظر دى، چې د هېواد په سوېل کې د ورته يوې رېل پټلۍ رامنځته کېدل کولى شي، چې د دغه هېواد اړيکه د ايران او پاکستان له بندرونو سره ټينګه کړي.

د رېل پټلۍ دا پروژه د روان لمريز کال د غبرګولي مياشتې په ١٥مه د ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو له خوا رسماً پرانيستل شوه.

د دې پروژې د پرانيستې پر مهال د ترکمنستان ولسمشر د دې پروژې پر فوري اجرا ټينګار وکړ او د خپل هېواد د اورګاډو د ليکو وزارت ته يې حکم وکړ، چې د رېل پټلۍ د دې لارې کار تر ٢٠١٥ زېږديز کال پورې پاى ته ورسوي.

د عامه ګټو وزير د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې د دغو مطالعاتو له بشپړېدو وروسته اسيا پراختيايي بانک د دغه مسير د يوې برخې د تمويل لپاره له افغانستان سره د ٢٤٠ ميليونه ډالرو د ورکړې يو هوکړه ليک لاسليکوي.

د عامه ګټو وزير نجيب الله اوژن هم وايي، چې د دې رېل پټلۍ ټوليز اوږدوالى به ٥٩٠ کيلومتره وي، چې ٨٥ کيلومتره يې د ترکمنستان هېواد په دننه ، ٤٥٠ کيلومتره په افغانستان او ٥٥ کيلومتره نور د تاجکستان په خاوره کې غځېږي.

د رېل ګاډي دا کرښې د افغانستان پولې ته نږدې د ترکمنستان له اتامراد او امام نظر له ښار څخه پيل، د اقينه، اندخوى، شبرغان او مزارشريف سيمو پورې غځېږي او وروسته د کندوز د شېرخان بندر له لارې له پنج پايين او د تاجکستان له کولخوز اباد سره نښلي.

له بلې خوا د عامه ګټو وزارت مرستيال انجنير احمدشاه وحيد وايي، لومړنۍ محاسبې څرګندوي، چې په ټول هېواد کې د رېل ګاډي کرښو په جوړولو په دښتو کې په يوه کيلومتر ٢ ميليونه ډالر او د سالنګونو په لار کې په کيلومتر ١٧ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې په دې لګښت کې د ماشين الاتو او د لېږد بار وړونکو وسايلو لګښت شامل نه دى.

په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې په اړه د BLOOMBERG راپور کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي د تېر کال په ډسمبر مياشت کې له هندي پانګوالو سره په خبرو کې ويلي، چې تر اوسه د افغانستان د کانونو د استخراج په پانګونه کې چين او هند کليدي رول لوبولى دى، نه امريکا.

راپور وايي، چې افغانان به ونه شي کولى، چې له خپل جګړه ځپلي هېواد څخه کاني توکي استخراج ، حمل و نقل او صادر کړي.

د راپور په وينا، د تېر کال څېړنې څرګندوي، چې افغانستان د فسفات توکو زېرمې نه لري، چې معمولاً د مسو په استخراج کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

له بلې خوا د کانونو او پيټروليم وزير د چينايي کمپنۍ په اړه وايي: “دا په دې معنا نه ده، چې دوى په هېواد دننه ده غو پروسس ته تمايل نه لري، موږ په خپلو مذاکراتو کې د يوې حلارې په لټه کې يو.”

انجنيرحارس گفت، دا چې د افغانستان ملي شورا تر اوسه د کانونو په قانون کې بدلونونه نه دي ملي، چې پر همدې بنسټ پانګوال په افغانستان کې د کانونو د اکتشاف او استخراج اجازه ترلاسه کوي، نو له همدې امله د ځينو پروژو قراردادونه ځنډېدلي دي.

هغه زياته کړه، که چېرې دغه قانون تصويب هم شي، ” نو د مناسبو زېربناوو له شتون پرته موږ نه شو کولى چې له افغانستان څخه استخراج وکړو.”

بلومبرګ يو نړيوال خصوصي ويبسايټ دى، چې په ١٩٨٢ لمريز کال تاسيس شوى او په نړۍ کې ټولو خبري موضوعاتو ته پوښښ ورکوي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.