کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان او د ولسمشر وياند وايي، چې د ډيورنډ کرښې په اړه د پرېکړې حق يواځې ولس لري.
نوموړو دغه څرګندونې د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وروسته له هغه وکړې، چې د ولسمشرۍ يوه کانديد ډاکټر اشرف غني د ډيورنډ په اړه خپل دريځ څرګند کړ.
د ولسمشرۍ يوه کانديد ډاکټر اشرف غني پرون په يو ويډيويي پيغام کې د ډيورنډ کرښې په اړه څرګندونې کړې وې.
غني زياته کړې: ((د ډيورنډ کرښې په اړه ولسونه پرېکړه کوي نه حکومتونه، هيله ده چې شرايط برابر شي چې خلک تصميم ونيسي.))
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو زياته لانجمن موضوع ده او د وروستيو کلونو شخړې هم د همدې کرښې پر سر دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې انګرېزانو د پښتنو په سينه کې دا کرښه راښکلې وه او دغه قوم يې په دوو ټوټو وېشلى چې اوس هم ترې د پولې د دواړو غاړو اوسېدونکي رنځ وړي.
حقيار وايي، چې د ډيورنډ په اړه يو شخص يا يو حکومت پرېکړه نه شي کولاى، بلکې دا د ولس حق دى چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
د سياسي چارو بل کارپوه نعمان دوست وايي، اوس د دې وخت نه دى چې د ډيورنډ موضوع دې وچېړل شي.
هغه زياته کړه، چې نه ولس دومره سياسي شعور لري او نه هم په حکومت کې دومره وړتيا شته، چې د هېواد او ولس ګټو ته په کتو سره پر دې مهمې موضوع باندې داسې دريځ خپل کړي او پرېکړه چې د ولس او هېواد په ګټه وي.
د ولسمشر وياند اېمل فيضي د اشرف غني د څرګندونو په ملاتړ سره وايي، چې د ډيورنډ کرښې په اړه د ولسمشر کرزي دريځ هم همدا ډول دى.
هغه زياته کړه: ((اشرف غني احمدزى د ډيورنډ په اړه د ولسمشر کرزي تګلاره تعقبيوي، ځکه چې له پيل راهيسې د ولسمشر همدا دريځ دى، چې دا د ولس حق دى.))
د نوموړي په وينا، حکومتونه نه شي چې کولى چې پر دې ډول مهمو موضوع ګانو پرېکړې وکړي، بلکې دا د ولس حق دى چې په دې اړه پرېکړه وکړي.
د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د انګليسانو له خوا د وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوه، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.
په ١٩٤٧ ميلادي کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عزيزاحمد چودري شاوخوا يوه مياشت وړاندې په خپلو خبرو کې د ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ حل شوې موضوع وبلله.
دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې مخکې د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال مارشال فهيم د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه بللې وه او زياته کړې يې وه، افغان دولت حاضر دى چې د مذاکرې له لارې دې ستونزې ته د حل معقوله لار پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي تېر کال د غويي په ١٤مه ويلي وو، چې هېڅکله به د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني او په اړه يې ان خبرو ته هم حاضر نه دى.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن