قلات (پژواک ٦ ورى ٩٣): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د طالبانو د يوه ډله ييز بريد هڅه شنډه کړې او دوه ځانمرګي بريدګر يې ژوندي نيولي دي.
د زابل د امنيې قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وري په۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته د شاجوى ولسوالۍ په بوستانخېلو کلي کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
هغه زياته کړه، چې له نيول شوو کسانو سره يو ټونس موټر، چې۸۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې بار وو، هم نيول شوى او له منځه وړل شوى دى.
د ده په خبره، چې په عملياتو کې د وسلو تر څنګ دوه د ځانمرګو واسکټونه هم نيول شوي دي.
روغ لېونى زياتوي، چې د بريدګرو دوو لارښوونکو غوښتل له سيمې وتښتي خو د امنيتي ځواکونو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د امنيې قوماندان همدارنګه وويل، چې تېره شپه پوليسو د شهرصفا ولسوالۍ د ارهډ مانده په سيمه کې د عملياتو پر مهال يو وسله وال طالب وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
هغه زياتوي، چې دغو طالبانو غوښتل د کابل– کندهار پر لويه لاره ماينونه خښ کړي.
امنيه قوماندان په خبره، چې د ټاکنو د ورځې په رانږدې کېدو طالبان هڅه کوي، په دغه ولايت کې وسله وال بريدونه زيات کړي خو وايي، د دغسې ممکنه بريدونو د مخنيوي لپاره چمتووالى لري.
په زابل کې د يوه ډله ييز بريد مخنيوى په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو تېره ورځ (د وري ٥مه) په کونړ پر نوي کابلبانک او په کابل کې د ټاکنو پر يوه ساحوي دفتر ډله ييز بريدونه وکړل.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن