Pajhwok Afghan News

د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په لومړۍ نېټه اعلانېږي

کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو د رايې شمېرنه نن (د وري ١٧مه) په ټول هېواد کې پيلېږي او د همدې مياشتې تر ٣١ مې نېټې به دوام وکړي.

دغه کمېسيون به لومړنۍ پايلې د غويي مياشتې په ٤مه نېټه اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د شکايتونو د درج لړۍ سبا (د وري ١٨مه ) پيلېږي او د غويي مياشتې تر ٨ مې نېټې به دوام ولري.

د شکايتونو له درج سره هم مهاله د شکايتونو کمېسيون له خوا ورباندې څېړنه هم پيلېږي او د غويي مياشتې تر ١٧ مې دوام کوي.

د شکايتونو کمېسيون د همدې ورځې په سهار (د غويي ١٨مه) خپل نهايي تصميم د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استوي.

د دې ټاکنو وروستۍ پايله د غويي مياشتې په ٢٤مه اعلانېږي او د کمېسيون پرېکړه بايد د غبرګولي په لومړۍ نېټه پلې شي.

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر کاري دوره د هغه د کاري کال د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي.

د ولسمشرۍ څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړينه ده، چې يو نوماند د خلکو د رايې پنځوس جمع يو برخه لاسته راوړي. که چېرې يو نوماند هم ونه توانېږي، چې په ټاکنو کې ياده اندازه رايې ترلاسه کړي، نو ټاکنې دويم دور ته ځي.

د ټاکنو دويم دور د غبرګولي مياشتې په ٢مه نېټه ترسره کېږي او په کې به دوه مخکښ نوماندان، چې په لومړي دور کې يې زياتې رايې ګټلې وي، په خپل منځ کې سيالي کوي.

په همدې ترتيب د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې، د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د رايو شمېر د غويي مياشتې په لومړۍ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ٢٢ مې دوام کوي.

د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې د غويي مياشتې په ٢٧مه نېټه اعلانېږي او د غويي مياشتې له ٢مې د غبرګولي تر ٩ مې نېټې به په دې اړه درج شوي شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا وڅېړل شي.

د ټاکنو کمېسيون وروستۍ پرېکړه به د غبرګولي مياشتې په ١٠مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته واستول شي او دغه کمېسيون به د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې د غبرګولي مياشتې په ١٧مه نېټه اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسيون د شمېرو له مخې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د تېرې ورځې په ټاکنو کې له اوو ميليونو زياتو کسانو برخه اخيستې وه.

دا کسان په ټول هېواد کې د رايې ورکونې ٦٢١٨ مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته يې رايه ورکړه.

د وري مياشتې د ١٦مې نېټه په ټاکنو کې د امنيتي ګواښونو له امله د رايې ورکونې ٢٠٥ مرکزونه، چې وړاندې يې امنيتي ځواکونو د امنيت په اړه ډاډ ورکړى و، تړلي وو.

د ټاکنو کمېسيون د ٧١٧١ ټاکنيزو مرکزونو لړليک امنيتي ارګانونو ته استولى و، چې له څېړنې وروسته ياد ارګانونه ونه توانېدل، چې په ورځ کې د ٢٠٥ مرکزونو په ګډون د ٩٥٣ مرکزونو امنيت خوندي کړي.

Views: 0

Exit mobile version