ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو دويم پړاو کې د دوو کانديدانو ګډون اجباري دى

8 Apr 2014 - 13:58
8 Apr 2014 - 13:58

کابل (پژواک، ١٩ورى٩٣): حقوق پوهان وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د دوو کانديدانو ګډون د قانون له مخې اجباري دى، که ددوى له ډلې يو يې ونه غواړي بيا سيالي وکړي، نو له قانوني پلوه ورته مؤيدې په پام کې نيول شوي دي.

که څه هم د ټاکنو د کمېسيون د شنبې ورځې (١٦وري) د ټاکنو د نتايجو په اړه تر اوسه هېڅ نظر نه دى څرکند کړى، خو د تېرو ټاکنو پايلو ته په کتو دا ځل دا انګېرنې پياوړې دي، چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.

تر ټاکنو وړاندې هم ځينو کارپوهانو ويلي د کانديدانو شمېر او د هغوى نفوذ ته په کتو، داسې نه برېښي چې ددوى له ډلې دې څوک د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ولسمشرۍ لپاره د رايو ټاکل شوى معيار (%٥٠+١ رايه) پوره کړي.

ښايي له همدې امله ده ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وار له مخه ويلي د ټاکنو دويم پړاو ته پوره چمتووالى لري.

پژواک خبري اژانس د ټاکنو تر پاى ته رسېدو وروسته، په ٣٠ ولايتونو کې د رايو د ځينو مرکزونو د پايلو فورمې ترلاسه کړې، چې تر دقيقې محاسبې وروسته، څرګنده شوه، چې د ولسمشرۍ د اتو کانديدانو له ډلې يوه هم برياليتوب لپاره ټاکل شوى معيار نه دى پوره کړى.

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې که  ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي او د دوو کانديدانو له ډلې يو يې ونه غواړي بيا ټاکنيزې سيالۍ ته ودرېږي، نو پاتې يواځنى کانديد بريالى اعلانوي.

د ١٣٨٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته لاړې، خو ډاکټر عبدالله عبدالله چې تر ولسمشر حامد کرزي وروسته يې ډېرې رايې ترلاسه کړې وې، د ټاکنو په دويم پړاو کې ګډون ونه کړ.

دا چې په قانون کې ددې حالت کومه وړاندوينه نه وه شوې، د ټاکنو کمېسيون ولسمشر حامد کرزى د ټاکنو ګټونکى اعلان کړ.

خو د ټاکنو نوي قانون ، چې څه موده وړاندې تصويب شو، دوه مخکښ کانديدان مکلف کړي، چې په دويم پړاو کې ونډه واخلي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزى وايي ، چې د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې دوو کانديدانو ګډون کول، اجباري حالت لري.

ستانکزى زياتوي، چې که ددوى له ډلې يو يې ونه غواړي بيا سيالي وکړي، نو له قانوني پلوه ورته مؤيدې په پام کې نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ” دې کانديد ته مختلفې مؤيدې دي، مثلا جريمه يا په بل ځل انتخاباتو کې له ګډون څخه محروميدل په قانون کې پيش بيني شوې ده.”

ستانکزی زياتوي، چې که داسې وشي نو بيا ټاکنو ته اړتيا نه پېښېږي او يواځې مکلف شخص (کانديد) خپل تکليف ادا کوي او پاتې کانديد، بريالى اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور هم ورته خبره کوي او وايي چې د ټاکنو قانون دواړه کانديدان په دويم پړاو کې پر ګډون مکلف کړي دي.

ده وويل ، چې د تېر ځل ولسمشريزو ټاکنو پرمهال په قانون کې د مکلف کليمه نه وه راغلې.

د اساسي قانون په ٦١ ماده کې راغلي، كه چېرې د ټاکنو په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړاى شي ٥٠ سلنه او ورسره يوه رايه واخلي، ټاکنې دويم پړاو ته ځي او يواځې هغه دوه كانديدان سره سيالي کوي چې په لومړي پړاو كې يې تر ټولو زياتې رايې اخيستې وي.

ددې مادې له حکم سره سم، د دويم پړاو ټاکنې، د غويي په ٢٤ مه د پايلو تر اعلان وروسته د دوو اونيو په اوږدو کې ترسره كېږي او څوک چې په دويم پړاو کې د رايو اکثريت ترلاسه کړي، د ټاکنو ګټونکى بلل کېږي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون په شلمه ماده کې، د ولسمشرۍ دوه مخکښ کانديدان مکلف بلل شوي دي، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې برخه واخلي.

ددې مادې په درېيمه فقره کې راغلي ، چې له دوو څخه د زياتو کانديدانو ترمنځ د رايو د برابروالي په صورت کې چې په لومړي دور کې ډېرې رايې لاسته راوړې دي، دوه تنه هغه کانديدان چې د ډېرو ښو معيارونو لرونکي وي، د دويم دور د کانديدانو په توګه ټاکل کېږي.

د تحصيل درجه، علمي درجه، په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار تجربه، د نښان، مډال او افتخاري لقب لرل، په دې فقره کې په ترتيب سره ډير ښه معيارونه تعريف شوي دي.

ددې مادې په څلورمه فقره کې راغلي دي چې د ټاکنو په دويم دور کې هغه کانديد چې د رايو اکثريت ترلاسه کړي، ولسمشر پېژندل کېږي. په دويمه دوره کې، د کانديدانو ترمنځ د رايو د برابروالي په صورت کې، د پورته ذکر شويو معيارونو په درلودو سره ولسمشر په توګه غوره کېږي.

ددې مادې په پنځمه فقره کې راغلي دي، که چېرې د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه يو يې د رايې اچونې د لومړي يا دويمې دورې په بهير کې او يا تر ټاکنو وروسته خو د ټاکنو د پايلو تر اعلان وړاندې مړ شي، د پاتې کانديدانو ترمنځ د دېرشو ورځو په ترڅ کې بيا ټاکنې کېږي.

د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د رايې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې ټاکل کېږي او کاري دوره يې تر ټاکل کېدو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نيټه ختمېږي.

د ټاکنو کمېسيون وياند، همداراز له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې باطلې او سپينې رايې په ټاکنو کې د کانديدانو پر برياليتوب اغېزه نه لري.

دى وايي چې د ګټونکي کانديد له خوا د ترلاسه کړو رايو سلنه، د کارول شويو رايو له مخې حسابېږي، نه دا چې باطلې او سپينې رايې ددې سبب شي ، چې د هغه د رايو فيصدي راکمه کړي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.