ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٤٤٤ محلونو د رايو ناڅرګند برخليک

د ٤٤٤ محلونو د رايو ناڅرګند برخليک

کابل (پژواک، ١٥غويى٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو د پاتې ٤٤٤ محلونو د رايو د څرنګوالي د څېړلو لپاره پر غوښتل شوې مودې دا دى اووه ورځې نورې هم تېرې شوې، خو لا يې هم برخليک نه دى څرګند.

چارواکي ددې محلونو د رايو د شمېر په اړه معلومات هم نه وړاندې او نه دا وايي چې په مشخص ډول د کومو ولايتونو اړوند دي.

د ټاکنو کميسيون چارواکو د يوې اونۍ په اوږدو کې پژواک ته دوه ځلې معلومات ورکړي، لومړى يې ويل څېړنې بشپړې دي او پايلې يې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون استولي، خو دويم ځل يې لا هم د څېړنو د دوام خبره وکړه.

دا دى په درېيم ځل د ټاکنو کميسيون بل چارواکى، د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وايي، څېړنې په بشپړېدو دي، “اميدواري ډېره زياته ده چې ښايي سبا دغه کار وشي او د ټاکنو خپلواک کميسيون ورباندې نهايي پرېکړه وکړي.”

د ټاکنو کميسيون ددې محلونو په رايو کې د “جدي ستونزو” د شتون خبره کړې وه چې له امله يې شمېرل ځنډولي وو.

په يوه صندوق کې د دوو صندوقونو د رايو اچول، د پايلو د فورمې نشتوالى، په محل کې د صندوق بيا خلاصېدل، پر صندوق د محل د لېبل يا ټاکلې نښې نشتوالى، د پايلو په پاڼو کې له ټاکل شوي معيار د پورته رايو ثبتول هغه ستونزې دي چې د امرخېل په وينا ددې رايو د څېړلو موده يې اوږده کړه.

د پايلو سپينې پاڼې او د صندوقونو د رايو او پايلو ترمنځ د شمېر توپير دوې نورې ستونزې دي چې د کميسيون وياند نورمحمد نور پخوا تر دې پژواک ته ويلي وو. د نور په وينا دغه رايې په ټوله کې اووه ډوله ستونزې لري. 

د دارلانشاء مشر دا ډول ستونزې غير عادي نه بولي او وايي: “کله چې د ٢٠ يا ٢١ زره محلونو خبره مطرح کېږي، په اخره کې طبيعي ده چې ځېنې محلات له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي، چې اداره ورته د حل لاره پيدا کړي.”

د ټاکنو کميسيون چارواکو د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان پرمهال (وري٦مه) ويلي وو، چې د همدې ستونزو له امله دوى ونشواى په قانون کې له ټاکل شوې مودې سره سم، د رايو څرنګوالى وڅېړي او په اړه يې پرېکړه وکړي، ترڅو په لومړنيو پايلو کې شاملې شي.

ددې کميسيون مشر، احمد يوسف نورستاني ويلي وو، چې د دغو ٤٤٤ محلونو د رايو څېړل يواځې دوه ورځې وخت ته اړتيا لري (د غويي تر اتمې)، ترڅو يې پايلې په درېيمه ورځ د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته واستول شي.

دا چې ولې دغه څېړنې په خپل وخت بشپړې نه شوې او ترڅنګ يې د يوې اونۍ په تېرېدو له هم نه دي بشپړې، امرخېل د ولايتي شوراګانو د رايو شمېرنه او په څېړنه کې لا دقت ددې چارې د ځنډېدو لامل بولي.

امرخېل وويل: “د ټاکنو خپلواک کميسيون پر ولايتي شورا باندې په عين وخت کې کار کاوه او په دې باندې دقت يې غوښته، حال دا چې ٤٤٤ محلونه کم دي، اما کار ورته ډېر زيات ضرورت وو، چې په دقيق شکل يې ارزيابي وشي، ترڅو دقيق معلومات راټول کړو او ولس سره يې شريک کړو.”

د امرخېل په خبره دغه رايې د ٢٠-٢٥ ولايتونو اړوند دي او د رايو کره شمېره يې هم لا څرګنده نه ده.

د چارو يو شمېر شنونکي، بيا د ټاکنو د کميسيون لخوا ددې محلونو د رايو د اعلان ځنډولو قصدي او د ولسمشرۍ ماڼۍ په اشاره بولي، ترڅو دوه مخکښ کانديدان سره د ګډ حکومت جوړولو ته راضي کړي.

سياسي کارپوه حاجي سيد داوود وايي که څه هم معلومه نه ده چې ددې محلونو رايې به د ټاکنو پر پايلو دومره اغېز ولري کنه چې ټاکنې له دويم پړاو څخه وساتي، خو ولسمشر کرزي د کميسيون د چارو په پلمه د جوړجاړي رامنځته کولو په لټه کې دى.

سيدا داوود وويل: “د ټولو خلکو سترګې همدې رايو ته وې، د ټاکنو کميسيون بايد تر هر څه وړاندې د ٤٤٤ محلونو د رايو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې واى او خلکو ته يې ځواب ويلى واى.”

د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته، ولسمشر حامد کرزي دوه ځلې له دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

امرخېل چې تېره ورځ يې په ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه ناسته کې ګډون درلود وايي چې دده په شتون کې پر داسې مسايلو خبرې نه دي شوي چې مخکښ کانديدان سره جوړ جاړي ته هڅول شوي وي.

د ده په خبره په دې ناسته کې د ټاکنو پر روان بهير د کميسيون د چارواکو، ولسمشرۍ ماڼۍ او کانديدانو ترمنځ بحث شوى او د کميسيون چارواکو د دويم پړاو احتمالي ټاکنو د چمتووالي په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

له بلخې خوا مخکښ کانديدان د ټاکنو له خپلواک کميسيون غواړي چې د ٤٤٤ محلونو د رايو برخليک ژر تر ژره څرګند کړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز ټيم غړى، سيد حسين سنچارکي وايي چې، ددې محلونو د څېړنو د پايلو د اعلان ځنډول خلکو او کانديدانو ته پوښتنې راولاړې کړې دي خو کميسيون بايد ژر تر ژره ددغو رايو په اړه خپله پرېکړه وکړي.

ده هيله وښوده چې د ټاکنو خپلواک کميسيون ددې رايو برخليک په پوره دقت، سرعت او روڼوالي سره وټاکي.

سنچارکي زياته کړه: “زموږ له نظره د ټاکنو ګټنکى مشخص دى، دا چې د ټاکنو کميسيون د خلکو ډېرې رايې يرغمل کړي دي ترڅو سياسي معاملو ته زمينه برابره کړي، دا په حقيقت کې د خلکو له ارادې مخ ګرځول او د افغانستان د ملت له رايو سره لوبې دي.”

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز ټيم غړې ازيتا رفعت وايي چې دوى تمه لري ددغو محلونو رايې په شفافه توګه د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا وڅېړل شي او په اړه يې خپله پرېکړه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته واستوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.