Pajhwok Afghan News

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې سبا اعلانېږي

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د شکايتونو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د وروستۍ پرېکړې له ترلاسه کولو وروسته، د ټاکنو کميسيون چارواکو ويلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې به سبا ته اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل وايي، دوى نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون پرېکړې ترلاسه کړې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ورته مهال د پرېکړو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو د پايلو په سيسټم کې د يادې پروسې د پلي کولو کار پيل شوى دى.

هغه وويل: “د ټاکنو کميسيون نن له غرمې وروسته درې بجې د دوى (شکايتونو کميسيون) پرېکړه ترلاسه کړې، د ټاکنو کميسيون يې پر پلي کولو کار پيل کړى دى، ان شاء الله د ټاکنو وروستۍ پايلې به سبا اعلان شي.”

امرخېل زياته کړه، چې دغه لړۍ به ډېر ژر بشپړه شي او د ټاکنو کميسيون په پام کې لري، چې د ټاکنو وروستۍ پايله سبا له غرمې وړاندې يوولس بجې، د رسنيو له لارې اعلان کړي.

هغه وويل، که چېرې کوم نوماند د برياليتوب ټاکل شوى معيار پوره نه کړ، نو دغه کميسيون به د دوهم پړاو د ټاکنو تر سره کېدو نېټه هم اعلان کړي.

ټاکل شوې وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې نن اعلان شي، خو دا چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون يادې پايلې د ټاکنو کميسيون ته په خپلې ټاکلې مودې ونه لېږلې، د يوې ورځې لپاره وځنډېدلې.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د څېړنو پايلې بايد د روانې مياشتې په ١٨مه د ټاکنو کميسيون ته لېږل شوې وى، خو د شکايتونو کميسيون ويلي، چې د شکايتونو د ډېروالي، شکايتونو ته لاسرسى او ډېر غور د يادې پروسې د ځنډېدو لامل ګرځېدلى دى.

له دې وړاندې هم، د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې، له دوه ورځې ځنډ وروسته د غويي مياشتې په ٦مه اعلان شوې وې.

په لومړيو پايلو کې کوم کانديد په دې نه و توانېدلى، چې د برياليتوب ټاکل شوى معيار بشپړ کړي.

ډاکټر عبدالله د ٤٤،٩ سلنه رايې په ترلاسه کولو او ډاکټر اشرف غني د ٣٢،٥ رايو په ترلاسه کولو سره د لومړني پړاو دوه مخکښ کانديدان اعلان شوي وو.

 

Views: 0

Exit mobile version