هرات ښار (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): ناپېژانده وسله والو په هرات ښار کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى دى.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د غويي په ٢٤مه خبريالانو ته وويل چې دا پېښه پرون له ماښام وروسته د هرات ښار اړوند د باى حصار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، دوو موټرسايکل سپرو مخ پټو وسله والو په ياده سيمه کې د ملي امنيت پر يوه کارکوونکي مصطفى رحمتي ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
د والي په وينا، وژل شوى کارکوونکى جګړن و، خو بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.
والي په دې وروستيو کې د ترور د مخ په زياتېدونکو پېښو په اړه وويل چې له اردو پرته د دغه ولايت په امنيتي ادارو کې د ډېر فساد له امله دا پېښې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړه، هڅه يې پيل کړې، چې د فساد مخنيوى وکړي، خو د هغو ادارو چې فساد دى په کې نومونه وانه خيستل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن