Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوازشريف ته د ولسمشر کرزي د ليک د متن جزئيات په ډاګه شول

کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ترهګرۍ پرخلاف د افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې په هکله د افغانستان شرطونه د يوه ليک په ترڅ کې پاکستان ته واضح کړي دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له وروستيو ټېلېفوني اړيکو په تعقيب او کابل ته د پاکستان له رالېږل شوي پلاوي وروسته، ولسمشر کرزي کرزي د افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه د افغانستان وړانديزونه او شرطونه د يوه ليک په ترڅ کې پاکستان ته واضح کړي دي.

حامد کرزي په دغه ليک کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د وروستيو پوځي عملياتو په اړوند، چې له افغانستان څخه يې د مرستې غوښتنه کړې وه، ليکلي: “د خپل همېشني دريځ پر اساس يې په دې شرط ملاتړ کوم، چې ملکي وګړي په کې زيان ونه ويني.”

سرچينه زياتوي، چې ولسمشر حامد کرزي د ترهګرۍ پر ضد د بريالۍ مبارزې لپاره د افغانستان وړانديزونه او شرطونه داسې بيان کړي دي:

۱- له ټولو ترهګرو سره له توپير پرته مبارزه وشي.

۲ـ ملکي تلفات پېښ نه شي او عامو وګړو ته زيان ونه رسېږي.

۳ـ د ترهګرۍ پر خلاف رښتينې مبارزه هغه وخت بريالۍ ده، چې په افغانستان کې سوله تامين شي، په دې دليل پاکستان بايد ټول هغه طالبان چې د سولې پلويان دي، له بنده ژر تر ژره ازاد کړي او د افغانستان د سولې په هکله رښتينې هڅې پيل کړي، ترڅو د سولې خبرې پيل شي.

۴ـ د ترهګرو ځالې او د حمايت مرکزونه چې په هر ځاى کې وي، له منځه يوړل شي.

۵ـ پر افغانستان د پاکستاني توپخانې ډزې ودرول شي.

۶ـ د ترهګرۍ خلاف زموږ د ګډې مبارزې سره بايد د سيمې د لويو او موثرو هېوادونو، لکه چين او هند هڅې همغږې کړاى شي، ځکه دوى هم له ترهګرۍ نه متضرر شوي دي.

۷ـ د ترهګرۍ خلاف مبارزې د ښه پرمخ وړلو لپاره د پړاوونو د تعيينولو، زموږ ترمنځ د همغږۍ د راوستلو او د تماسونو د تنظيم لپاره بايد يوه د لارې نقشه جوړه شي.

خبرپاڼه کاږي، د دغې ګډې مبارزې په لاره کې د لومړي ګام په توګه د افغانستان له لوري د ملي امنيت د شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د يوه لوړپوړي پلاوي په سر کې پاکستان ته سفر وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، په دې سفر کې دغه پلاوي د افغانستان له خوا دا ليک وړاندې کړ او همدارنګه له پاکستاني چارواکو سره يې د افغانستان د پورتنيو شرطونو پر عملي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.

بايد وويل شي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا په مشرۍ يو پلاوى، دوه ورځې وړاندې (د چنګاښ پنځمه) اسلام اباد ته تللى و، چې د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو، د ملي امنيت رياست او د ملي امنيت شورا لوړپوړي غړي ورسره مل وو.

ياد پلاوي په اسلام اباد د پاکستان له لومړي وزير ميا نوازشريف سره ليدلي و او هغه ته يې د افغان ولسمشر له لوري استول شوى ليک وړاندې کړى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.