ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د رايو د بياڅېړنې لړۍ د پاى ته رسېدو لپاره کره موده نه شو ټاکلى

نور: د رايو د بياڅېړنې لړۍ د پاى ته رسېدو لپاره کره موده نه شو ټاکلى

author avatar
10 Aug 2014 - 18:37
نور: د رايو د بياڅېړنې لړۍ د پاى ته رسېدو لپاره کره موده نه شو ټاکلى
author avatar
10 Aug 2014 - 18:37

کابل (پژواک ١٩ زمرى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون  د رايو  له ٥٧٠٠ څخه د زياتو صندوقونو د بيا څېړنې خبر ورکړ او وايي، چې له سبا وروسته به د دغې لړۍ د چټکتيا په موخه د کاري ټيمونو شمېر ٣٠٠ ټيمونو ته لوړ شي.

 د رايو د بيا شمېرنې او څېړنې لړۍ د چنګاښ په ٢٦ مه په رسمې ډول پيل شوه او ټاکل شوې وه، چې د رايو ټول صندوقونه کابل ته له را لېږدولو وروسته له سره وشمېرل شي، خو د دغې مودې په ترڅ کې د رايو د باطلېدو او د رايو د څېړنې د څرنګوالي له امله د دواړو نوماندانو تر منځ د اختلافونو له امله دغه لړۍ وځنډول شوه، چې د زمري په ١٢ مه بيا له سره پيل شوه.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايو د سل سلنې د بيا شمېرنې پروسه په ښه ډول پر مخ روانه ده او د پرون ورځې تر ٨ بجو پورې د رايو ٥٧٧١ صندوقونه څېړل شوي دي.

 د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې ياد بياڅېړل شوي صندوقونه، د ټولو رايو ٢٥ سلنه جوړوي او دغه صندوقونه په کابل، پنجشېر، پکتيکا، سرپل، ميدان وردګ، هرات، بلخ، کندهار، لوګر، فارياب، تخار، بغلان، غزني، نورستان او بدخشان ولايتونو پورې اړوند دي.

 هغه زياته کړه، چې پرون د رايو له ٤٨٠ څخه ډېر صندوقونه بيا څېړل شوي او اوسمهال د بياڅېړنې لړۍ په دوو شفټونو کې د ٢٠٠ کاري ټيمونو په حضور کې پر مخ وړل کېږي، خو سبا به دغه لړۍ د ٣٠٠ کاري ټيمونو په حضور کې پر مخ ولاړه شي.

 نور وويل: ” د رايو د بياڅېړنې لړۍ چټکه شوې، خو تر اوسه پورې د دغې پروسې د پاى لپاره کره موده نه شو ټاکلى.”

 د رايو د صندوقونو شمېر شاوخوا ٢٣ زره ته رسيږي او د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو هيله څرګنده کړې، ترڅو دغه لړۍ د وږي مياشتې تر دويمې اونۍ پورې پاى ته ورسيږي او نوى ولسمشر وټاکل شي.

 نور زياته کړه، چې له دغې لړۍ څخه يې د څار په موخه ٢٧٠٤ کسانو ته اعتبارليکونه وېشلي، چې د ډاکټر عبدالله ٧٦٢ څارونکو، د ډاکټر اشرف غني ٥٦٦ څارونکو، ٣٦٦ ملي مشاهدينو او ١٠١٠ نړيوالو مشاهدينو ته باور ليکونه ورکړل شوي دي.

 هغه وويل، چې کمېسيون د بياڅېړنې لړۍ د نظم په موخه ټولو څارونکو او د نوماندانو استازو او همدرانګه ملي او نړيوالو مشاهدينو ته نور کارتونه چاپ کړي، چې تر دې دمه يې له ١٦٠٠ څخه زياتو کسانو ته وېشل شوي دي.

 نور زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايو د باطلېدو لپاره د سافټ وير سيسټم په پام کې نيولى، چې نن به دغه سيسټم خپلې لومړنۍ چارې پيل کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.