ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دولت څخه د کورنيو توليداتو بازارموندنې ته د پاملرنې غوښتنه وشوه

له دولت څخه د کورنيو توليداتو بازارموندنې ته د پاملرنې غوښتنه وشوه

author avatar
30 Aug 2014 - 08:39
له دولت څخه د کورنيو توليداتو بازارموندنې ته د پاملرنې غوښتنه وشوه
author avatar
30 Aug 2014 - 08:39

کابل (پژواک ٨وږى۹۳):د “افغان پانګونې” شرکت،د٤٠ مېګاواټه برېښنا توليدوونکې فابرېکې او د”غوري سمنټو”د توليد کچې د لوړولو هوډ لري او له دولت څخه د کورنيو توليداتو بازارموندنې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د دې خصوصي شرکت عامل رييس اسلام الدين احمدي،د دې څرګندونو تر څنګ، د کانونو پر نوي قانون هم ځينې نيوکې لري او سرټکوي، چې له استفادې پرته د نږدې ١٤٠٠ هکتاره  ځمکې ماليه ورکوي.      

د بغلان د غوري سمنټو دولتي فابريکه شاوخوا ٥٠ کاله مخکې د بغلان په مرکز پلخمري کې جوړه شوه. د هېواد په کچه د سمنټو د توليد دغه يواځنۍ فابريکه، په ۱۳۸۵ لمريز کال کې”افغان پانګونې ” خصوصی شرکت ته د ٤٩ کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوه.

د غوري د مشهورو سمنټو فابريکې پخوا په ٢٤ کاري ساعتونو کې ٤٠٠‌ ټنه سمنټ توليدول، خو د ياد خصوصي شرکت د معلوماتو له مخې، اوس دغه کچه ١٢٠٠ ټنو ته رسېدلې او په دې برخه کې شاوخوا ١٥٠٠ تنه په کار بوخت دي.

د بغلان د “کرکر او دودکش” د ډبرو سکرو استخراج هم همدې کمپنۍ ته ورکړل شوى ، تر څو د سمنټو په توليد کې ترې کار واخلي.

 پراختيايي هڅې

د غوري سمنټو فابريکې د قراردادي شرکت (افغان پانګونې) عامل رييس اسلام الدين احمدي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دې شرکت تر اوسه په ياده برخه کې ٢٠٠ ميليون امريکايي ډالره  پانګونه کړې ده.

خو هغه زياته کړه، چې دغه شرکت به په کال کې د درې ميليون ټنه سمنټو توليدوونکې درېيمه کارخونه هم فعاله کړي.

دى وايي، چې دا مهال د غوري سمنټو يوه فابريکه په بشپړ ډول فعاله ده، خو د بلې يې يوه برخه تر اوسه نه ده فعاله شوې.

د هغه د څرګندونو له مخې، د يادې دويمې برخې د فعال کولو چارې هم ٨٠ سلنه پر مخ تللې دي.

د ده په وينا،د يادې دويمې برخې چارې به تر راتلونکو دوو مياشتو بشپړې شي او په ٢٤ ساعتونو کې به  د ١٤٠٠ ټنه سمنټو د توليد وړتيا ولري.

 احمدي وايي، په پام کې لري چې د درېيمې کارخونې د فعالولو تړون هم د کانونو او پټروليم له وزارت سره لاسليک کړي. 

هغه ونه ويل، چې د درېيمي کارخونې فعالول څومره پانګونې ته اړتيا لري، خو زياته يې کړه، چې دغه کارخونه به په کال کې د درې ميليون ټنه سمنټو د توليد وړتيا ولري.

دغه راز احمدي وويل، که نوي حکومت د پانګونې لپاره اړين امکانات برابر کړل، نو دغه شرکت به په پلخمري کې د يوه کال په موده کې د حرارتي برېښنا د توليد فابريکه جوړه کړي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د حرارتي برېښنا په توليد کې به د ډبرو له سکرو کار اخيستل کيږي او دغه فابريکه به د ٤٠ ميګاواټه بريښنا د توليد وړتيا ولري.

بازارموندنه

احمدي وايي،چې افغان پانګونې شرکت دا مهال د ډېر توليد لپاره بازار نه لري.

هغه وويل، چې د غوري سمنټ لوړ کيفيت لري، خو بيا هم په هېواد کې ډېر له وارداتي سمنټو کار اخيستل کيږي.   

د احمدي د معلوماتو له مخې، دوى دا مهال په داسې حال کې په کال کې ٣٦٠ زره ټنه سمنټ توليدوي، چې افغانستان کې هرکال له څلورو تر پنځو ميليون ټنو سمنټ کارول کيږي.

ده له حکومت څخه وغوښتل ،چې د کورنيو توليداتو د پياوړتيا په موخه اړين اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه :” دولت بايد دا خصوصي سکتورونه تقويه کړي او قاطع امر ورکړي، چې له کورنيو توليداتو نه دې کار واخيستل شي.”

احمدي، د جزييانو له ورکولو پرته دعوه کوي، چې اوس د ډېرو پراختيايي پروژو په تړونونو کې واضح ليکل شوي وي،چې بايد پاکستاني سمنټ په کې وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده،چې ځينې نور کورني پانګه وال او توليدوونکي هم له دولت څخه غواړي، چې د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره پر هغو وارداتي توکيو ټکس لوړ کړي، چې په افغانستان کې هم توليديږي.

 قانون

د کانونو قانون مصوبه شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ولسمشر له خوا توشېح شوه. پر دې قانون ځينې مدني ټولنې او د کانونو چارو پوهان نيوکې لري.

 هغوى وايي چې د دې قانون په چاپېريال ساتنه او ځينو نورو برخو کې ستونزې شته او کېداى شي ځينې خصوصي کمپنۍ ورڅخه د ځان په ګټه کار واخلي.

اسلام الدين احمدي وايي، چې د مخکني قانون له مخې، د کانونو وزارت او افغان پانګونې شرکت ترمنځ د غوري سمنټو فابريکې تړون د ٤٩ کلونو لپاره لاسليک شوى دى.

خو هغه زياتوي، چې د اوسني قانون له مخې، د دوى پانګونه له خنډ سره مخ کېدای شي، ځکه چې په نوي قانون کې د يو تړون وخت ٣٠ کاله ښودل شوى دى.

د هغه د څرګندونو له مخې، د کانونو وزارت ويلي، چې د نوي قانون له  مخې بايد له دې شرکت سره پر لاسليک شوي تړون بيا کتنه وشي.

خو احمدي، زياتوي چې نوى قانون له ځينو نيمګرتياوو سره،سره مثبت اړخونه هم لري،ځکه چې د افغان او بهرنيو متخصصينو په سلا جوړ شوى دى.

دى له يوې بلې ستونزې هم سرټکوي او وايي چې د ياد شرکت او کانونو وزارت تر منځ د ياد شوي تړون له مخې، ٢٠٤٥ هکتاره ځمکه د دې شرکت په نوم ليکل شوې،خو دوى يواځې له ٦٧٠ هکتاره څخه ګټه پورته کوي.

د ده په وينا، دغه شرکت د پاتې نورې ځمکې ماليه او اجاره پرته له دې، چې ګټه ترې واخلي، دولت ته ورکوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.