ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې د لسګونو طالب وسله والو د وژلو ادعا وشوه

په پکتيکا کې د لسګونو طالب وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
19 Sep 2014 - 15:44
په پکتيکا کې د لسګونو طالب وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
19 Sep 2014 - 15:44

ښرنه (پژواک ٢٨وږى ٩٣) : د پکتيکا ولايت چارواکي ادعا کوي، چې ددې ولايت په نکه ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال لسګونه طالب وسله وال يې وژلي دي.

په پکتيکا کې د کومانډو ځواکونو وياند احمد جاوېد سليم د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو په نکه کې د طالب وسله والو پر پټنځاى  عمليات ترسره کړي دي.

دده په خبره ، په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې تر ديرشو ډير طالب وسله وال وژل شوي ، چې ډيرى يې پاکستانيان دي او مړي يې هم په سيمه کې پراته دي.

دده په خبره ، چې په نکه کې د طالبانو دغه ډير مهم پټنځاى و ، چې له دې ځايه يې په نورو ولايتونو لکه خوست ، غزني او پکتيا کې عمليات پلان کول  او ځانمرکي به يې ورته  تنظيمول .

د سليم په وينا، چې په دې عملياتو کې ددوى سرتېرو او عامو وګړيو ته زيان نه دى اوښتى او له وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم ددوى لاس ته ورغلي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې عملياتو کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو پخلى کوي او وايي چې په يادو عملياتو کې اته عام وګړي هم وژل شوي دي .

ده زياته کړې، چې وسله والو طالبانو په افغان سرتېرو بريد کړى او دوه تنه يې وژلي هم دي ، چې بيا وروسته کومانډو پر يوې مدرسې بمبار کړى اود نوموړي د ادعا په اساس ، چې د مدرسې د يوه استاد په ګډون يې اته ملکي وګړي په کې وژل شوي دي .

د پکتيکا امنيه قوماندان  پاسوال نبي جان ملاخېل په دې عملياتو ناخبري ښيي او وايي چې تر اوسه پورې ورته په دې اړه رسمي خبر نه دى رسېدلى .

پژواک هڅه وکړه ، چې په دې اړه د سيمې د اوسېدونکو نظر واخلي  خو نه وتوانېد .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.