ښرنه (پژواک ٣١ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې او وېره ده چې ياده ناروغي نورو ته انتقال شي.
د دغه ولايت د عامي روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر سيد جعفر سادات دا خبره د وږي په ٣١مه د ګوزڼ پر ضد واکسين د درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې وکړه.
سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېر وخت وروسته په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې او دا د دوى لپاره يو ګواښ دى.
ده وويل، دغه پېښه برمل ولسوالۍ ته له شمالي وزيرستانه د راکډه شوو کډوالو په يوه څلور مياشتني ماشوم کې تثبيت شوې ده.
سلګونه کډوالې کورنۍ څو مياشتې مخکې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله دې ولسوالۍ ته راکډه شوې دي.
ډاکټر سادات وايي: ((موږ د برمل په ولسوالۍ کې د کډوالو يو ماشوم چې وړاندې پرې شک کېده معاينه کړ. له بده مرغه چې دا ماشوم پر وحشي ويروس (پوليو) اخته شوى دى.))
د کتلوي معافيت امر زياتوي، دا په دې معنا ده چې ياده ناروغي پکتيکا ته راغلې او هره شېبه د دې امکان شته چې نورو ته انتقال شي.
ده له هېوادوالو وغوښتل چې د پوليو د کمپاين پر مهال ورسره مرسته وکړي څو د واکسين پروسه په ښه توګه ترسره شي.
د پکتيکا د والي مرستيال عطاالله فضلي هم له خلکو وغوښتل چې د ګوزڼ پر ضد په دغه کمپاين کې خپل ماشومان واکسين کړي.
هغه په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ته په اشارې سره وويل که د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه ونه شي ښايي د دې ډول پېښو کچه ډېره شي.
د والي مرستيال وويل چې دوى به دا واکسين پر کډوالو هم تطبيق کړي.
چارواکي وايي په پکتيکا ولايت کې به د واکسين د دغه کمپاين په ترڅ کې ١٥٣زره هغه ماشومان واکسين کړي چې تر پنځو کلونو يې عمرونه کم دي.
افغانستان د نړۍ درېيم هېواد دى چې د پوليو يا ګوزڼ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.
په ٢٠١٤ م کال کې د شوو څېړونو پر بنسټ په پاکستان کې د پوليو ١٠٤، په افغانستان کې د پوليو ٨ او په نايجريا هېواد کې پنځه پېښې تثبيت شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د زمري په ٢٦مه اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې يې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې به يې ٨.٩ ميليونه ماشومان واکسين کړي.
د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل پر قومي مشرانو او ديني علماوو غږ کړى و چې په دغه کمپاين کې ورسره مرسته وکړي او له خلکو يې وغوښتل چې خپل ماشومان دې واکسين کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن