کلات (پژواک ٢٦ تله ٩٣) : د زابل ولايت يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې د کانونو رياست له لوري ورڅخه د غېر قانوني پيسو د اخيستلو له امله يې کابنديز کړى.
دا موټرچلوونکي وايي چې د کانونو رياست ورڅخه د ريګ او جغل د انتقال پر سر په ناقانونه توګه د هر موټر پر سر سل افغانۍ اخلي او بايد مخه يې ونيول شي.
موټر چلوونکي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وويل ، هغه موټر او تراکټورنه چې کلات ښار ته ريګ او جغل راوړي کار بنديز يې کړى دى.
هغه وايي چې د کانونو رياست کار کوونکي ترې د موټر په سر ١٠٠ افغانۍ اخلي.
يو بل موټر چلوونکي عيسي محمد پژواک ته وويل چې د کانونو د رياست دنده له کانونو څخه څارنه او ګټه اخيستنه ده ، نه د ريګ او جغل پر سر له دوى پيسې اخيستل.
د ده په خبره، هغه وخت چې دوى قيمتي ډبرې يا نور قيمتي مواد لېږدولي؛ نو د کانونو رياست حق لري ، چې دوى وپلټي او ماليه ترې واخلي.
هغه وويل چې سلګونه موټر درول شوي او کاربنديز يې کړى دى.
خو د زابل ولايت د کانونو رييس عبدالحميد وايي،د دوى رياست پر هغو موټرو ماليه وضع کړې، چې کلات ښار ته ساختماني مواد راوړي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کار يې د کانونو وزارت په لارښوونه پيل کړى او ورڅخه لاسته راغلي عوايد هم د دولت بوديجې ته سپاري.
دده په خبره ، چې دا کار په زابل کې نه دى پيل شوى؛ بلکې دا ډول ماليه د هېواد په نورو ولايتونو کې هم اخيستل کېږي او موټرچلوونکي بايد دا اصول ومني.
نوموړي ونه ويل چې په زابل کې څومره موټر چلوونکو د دوى د پرېکړې پر غبرګون کار بنديز کړى او نه هم تراوسه ولايتي ادارې په دې تړاو څه ويلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن