ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

25 Nov 2014 - 17:32
25 Nov 2014 - 17:32

هرات، جلال اباد، لښکرګاه، تالقان (پژواک ٤ ليندۍ ٩٣): په هرات ، ننګرهار ، هلمند او تخار ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېر شوې دي.

د دې ولايتونو چارواکو دا څرګندونې نن د ليندۍ په ٤مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې نړيوالې ورځې په نمانځغونډوکې وکړې.

د هرات د ښځو چارو رياست چارواکو په دې تړاو غونډه کې وويل چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ٢٢ سلنه زياتې شوې دي.

د ياد رياست وياندې نسيمې همدرد وويل چې د کال له پيله تراوسه په دې ولايت کې ٣٢٣ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي، چې دا سلنه د تېرکال په پرتله ٢٢ سلنه زياته ده.

هغه وويل چې په دې پېښو کې ١٧ د قتل ، پنځه يې د جنسي تېري او نورې د بېلابېل ډوله تاوتريخوالي دي.

دغه راز په ننګرهار کې د ښځو چارو فعالين وايي چې د تېرکال په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د ليندۍ په ٤مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې پژواک اژانس ته وويل چې سږکال په ټول ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٣ پېښې ورسره ثبت شوي، چې دغه شمېره د تېر کال دوه برابره ده.

نوموړې زياته کړه: (( سږ کال له موږ سره شاو خوا ١٥٣ ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.))

د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاده معصومه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو پر زياتوالي خواشيني ښيي او وايي چې ډېرى وخت اجباري ودونه ستونزې راولاړوي.

نوموړې وويل: (( هر کله چې جبري واده ترسره شي، نو بيا د ښځې او خاوند تر منځ توافق نه وي، چې له امله يې د ښځو پر وړاندې پېښې زياتيږي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع هم وايي چې په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي او د مخنيوي لپاره يې بايد مرکزي اداره هلې ځلې وکړي.

نوموړې وويل: (( بايد پر يوه ميکانيزم کار وشي، چې څه ډول کولى شو عامه ذهنيتونه په دغه برخه کې روښانه کړو څو راتلونکى مشکل حل شي.))

بله خوا د هلمند ولايت د  ښځو چارو رياست مسوولين وايي چې په دې ولايت کې هم د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې  شوې دي.

ددې ولايت د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ  د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړۍ والي ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، له ډېرو هڅو او کوښښونو سره يې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي  او دوى دې کار اندېښمن کړي دي.

د نيازۍ په خبره ، چې تر دې مهاله د ښځو پر وړاندې  په هلمند کې  ۴۵ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي ، په داسې حال کې چې له ولسواليو څخه د ورته  پېښو جزييات او معلومات تر دوى پورې نه  شي رسيدلى.

په همدې غونډه کې ددې ولايت د ولايتي شورا  غړې او د ښځو دکمېسيون مشرې راضيه  بلوڅ وويل، په اړونده برخه کې دکورنيو اقتصادي ستونزې هم د دې لامل شوي چې دا کچه لوړ شي.

 د تخار ولايت د ښځو چارو رييسې رزم ارا هوش هم په تالقانو ښار کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي.

 هغې پژواک اژانس ته وويل چې سږکال تراوسه تر ٢٠٠ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي، چې د تېر په پرتله ډېرې دي.

هغې وويل، چې په دې پېښو کې ١٧ د قتل دي .

د يادو ولايتونو د ښځو چارو رييسانو ويلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي  ډېر  ستر لامل  مجرمينو ته د سزا نه ورکول  دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version