کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٣): د حکومت اجرايي رياست وايي، چې د نوې کابينې د جوړښت چارې نږدې پاى ته رسېدلې او د کابينې غړي به د ګوتو په شمېر ورځو کې ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
يو شمېر سرچينو ويلي و، چې ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله د کابينې د جوړښت په اړه خپلې وروستۍ پرېکړې ته رسېدلي او حکومت به نن يو شمېر وزيران ولسي جرګې ته ور وپېژني.
د ملي يووالي له حکومت رامنځته کېدو نږدې درې مياشتې تېريږي او ولسمشر د تلې مياشتې په اومه د لوړې د مراسمو د تر سره کولو پر مهال ويلي و، چې نوې کابينه به تر راتلونکې يوه نيمې مياشتې پورې اعلان شي، خو تر اوسه پورې دغه ژمنه نه ده تر سره شوې.
خو د حکومت د اجرايي مشر ډاکټر عبدالله يوه وياند جاويد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوې کابينې د بشپړېدو چارې نږدې بشپړې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر او د حکومت اجراييه مشر د لندن له ناستې وړاندې ژمنه کړې وه، چې نوې کابينه به له ٢ تر ٤ اونيو پورې ولسي جرګې ته ور وپېژني، خو کابينه به له دغې مودې وړاندې ور وپېژندل شي.
فيصل زياته کړه، چې د کسانو د مشخص کولو په اړه خبرې اترې روانې دي او پلان دا دى چې لومړى بايد د اقتصادي او امنيتي برخو وزيران معرفي او له هغه وروسته بيا پاتې وزيران معرفي شي.
د حکومت د اجرايي مشر وياند وويل: ” موږ د ولسمشر او د حکومت د اجرايي مشر تر منځ د نوې کابينې په اړه د نظر د اختلاف شتون نه منو.”
خو نوموړي زياته کړه، چې د کابينې په رامنځته کولو کې د ځنډ يواځينى لامل دا دى، څو د وزيرانو په توګه وړ، با تجربه او مسلکي کسان معرفي شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن