ميدانښار، جلال اباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې دوه طالب قوماندانان او د پوليسو يو افسر وژل شوي دي.
د ننګرهار د غني خېلو ولسوال حضرت خان خاکسار د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې، نن سهار امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ په ٢٧ مه وياله سيمه کې عمليات پيل کړي وو، چې ٦ ساعته يې دوام وکړ.
هغه زياته کړه، چې د دې عملياتو پر مهال د ملا نصرت او ملا منصور په نومونو دوه مهم ځايي طالب قوماندانان ووژل شول او دوه شکمن کسان ژوندي نيول شوي دي.
د ولسوال په وينا، د وژل شويو طالب قوماندانانو جسدونه يې هم ترلاسه کړي او په دې جګړه کې دولتي ځواکونو زيان نه دى اوښتى.
بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې د يوې چاودنې له امله د پوليسو يو افسر وژل شوى او بل ټپي دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک اژانس ته وويل چې پېښه نن تر غرمې وروسته د نرخ ولسوالۍ په پولاد خان سيمه کې رامنځته شوې وه.
ده زياته کړه چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سړک تر غاړې ماين ځای پر ځای شوی و، چې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې ده.
خوږياڼی وايي، په دغه پېښه کې د نرخ ولسوالۍ د جنايي مديريت مرستيال وژل شوی او يو بل پوليس افسر ټپي شوی دی.
هغه د ټپي شوي افسر روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن