کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي، حکومت په لومړيو وختونو کې په ځينو برخو کې په چټکۍ عمل ونه شو کړاى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې په ملي شورا کې د خوست، پکتيا، پکتيکا او د لوګر ولايتونو د خلکو له يو شمېر استازو سره، نن په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
ولسمشر په دې کتنه کې، په افغانستان کې موجودې ستونزې او ننګونې د تېرو دريو لسيزو جګړو زېږنده بللې دي.
ده ويلي، په افغانستان کې له جګړو څخه د را پاتې شوو ميراثونو له امله د ملي يووالي حکومت و نه کړاى شواى چې په لومړيو وختونو کې په ځينو برخو کې په چټکۍ سره عمل وکړي.
بايد وويل شي چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت، کابو اووه مياشتې تېرې شوې دي.
غني څرګنده کړې، څه موده وړاندې حالت داسې و، چې نړۍ له افغانستان څخه په تېښته وه او داسې انګيرل کېدله، چې د افغانستان ځينې ولايتونه به سقوط وکړي؛ خو اوس پخواني حالت بدلون موندلى او موږ له هغه حالت څخه راوتلي يو.
نوموړي زياته کړې، په هېواد کې د جګړې او ګواښونو بڼه بدله شوې ده؛ ما خپل ډېر وخت پر امنيتي مسئلو تمرکز ته بېل کړى دى او کلکه اراده لرو، چې د ترهګرو پر وړاندې ودرېږو.
خو د ولسمشر په وينا، له دې وروسته به زموږ ټول تمرکز پر اقتصادي او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو پر مسئلو وي.
اشرف غني وايي: "اوس موږ د سيمې او د اسلامي هېوادونو په کچه په يوه اجماع کار کوو؛ زه به په راتلونکي لنډ وخت کې ايران او هند ته رسمي سفرونه وکړم."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن