Pajhwok Afghan News

ترافيکي پېښه کې ١١ تنه مړه ٤٥ ژوبل شوي

زرنج ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : د کندهار – نيمروز ولايتونو پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١١ تنه مړه او ٤٥ نور ژوبل شوي دي.

د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال محمد هاشم نورزي د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلور نيمو بجو د ولسوالۍ د  دهمزنګ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له کابل څخه د نيمروز ولايت په لوري روان د ميوند وردګ ټرانسپورټي شرکت يو ٣٠٣ موټر د زيات سرعت له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ١١ تنه مړه او ٤٥ نور ژوبل شوي دي، خو ښځې او ماشومان پکې نشته.

د نورزي په ګومان، کېداى شي دا هغه کسان چې له نورو ولايتونو څخه د نيمروز ولايت له لارې ايران ته د مزدورۍ لپاره ځي.

په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو ددوېمې لوا د ددويم کنډک وياند څارمن شېراحمد پژواک اژانس ته وويل چې ددې پېښې ټپيان د ملي اردو ځواکونو لخوا د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړده چې تېره ورځ د کابل – غزني پر لاره هم په يوه  ترافيکي پېښه کې ٩ تنه مړه شوي وو.

Views: 0

Exit mobile version