ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځينو ولايتونو کې ٢٢ وسله وال او امنيتي سرتېري وژل شوي

په ځينو ولايتونو کې ٢٢ وسله وال او امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
2 Aug 2015 - 14:41
په ځينو ولايتونو کې ٢٢ وسله وال او امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
2 Aug 2015 - 14:41

کابل (پژواک،١١ زمرى ٩٤): ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د يوه بهرني وګړي په ګډون د ١٤ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو د اتو منسوبينو د وژلو خبر ورکړ.

هغه خبرپاڼه چې نن د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي چې ياد شمېر وسله وال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په پايله کې د غزني په ده يک، د هلمند په موسى کلا ولسواليو او د زابل په کلات ښار کې وژل شوي دي.

سرچينې ويلي دي چې په وژل شوو کې يو قوماندان او يو بهرنى وګړى هم شامل دي، پنځه نور وسله وال مخالفين ټپيان دي، يو شمېر وسلې او يو اندازه مهمات ترلاسه شوي دي او ٢٢ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت زياته کړې ده چې د وسله والو مخالفينو له لوري د درنو وسلو د ډزو او د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو اته سرتېري هم وژل شوي دي.

د يادونې ده، دغه وزارت پرون ويلي و چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د ملي اردو د ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې په تخار، ميدان وردګو، کندوز، فارياب، پکتيا، غزني، خوست، ننګرهار، اورزګان، هرات او هلمند ولايتونو کې ١٢٧ وسله وال مخالفين او ١٢ د ملي اردو منسوبين وژل شوي دي.

خو طالبانو په خپله انټرنېټ پاڼه کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړو پر مهال تل خپل تلفات لږ ښودلي او برعکس دولتي امنيتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.