Pajhwok Afghan News

په کندهار کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

کندهار (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): په کندهار کې د يوې احتجاجي غونډې او لاريون په ترڅ کې د افغانستان په سرحدي سيمو کې د پاکستان له خوا د تاسيساتو د جوړېدو د مخنيوي او د سولې د خبرو د دوام غوښتنه وشوه.

پاکستاني ځواکونو تېره مياشت د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې اړوند په صفري نقطه کې د تاسيساتو جوړولو هڅه وکړه، چې وروسته جګړه وشوه او دواړو لورو ته په کې زيان واوښت.

د افغان دولت او طالبانو تر منځ د تېرې چنګاښ مياشتې په ١٧مه شپه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په مري سيمه کې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو د استازو تر منځ مخامخ د سولې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د چين او امريکا استازو هم د څارونکو په توګه برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې تر روژې وروسته به دا ډول خبرې وغځول شي، خو تر اوسه بل پړاو خبرې نه دې شوي.

د کندهار سلګونو ديني عالمانو، مخورو، د مدني ټولنې استازو او د ولايتي شورا غړو نن د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې احتجاجي غونډه وکړه او ورسته يې سوله ييز لاريون تر سره کړ.

د غونډې برخه والو پر پاکستان نيوکه وکړه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ يې د سولې د خبرو دويم پړاو له ځنډ او خنډ سره مخ کړى دى.

د کندهار د ديني عالمانو مشر مولوي عبيدالله فيضاني وويل، که هر څو افغانستان پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږد کړى، خو پاکستان تل له دوه مخۍ کار اخيستى دى.

هغه زياته کړه، پاکستان په افغانستان کې د جګړې د دوام په خاطر په حساس وخت کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړينه اعلان کړه؛ ځکه خو د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور په خپله لومړنۍ وينا کې د جګړې حکم وکړ.

د ملامحمد عمر د مړينې خبر تېره اونۍ خپور شو. د راپورونو له مخې هغه شاوخوا دوه کال مخکې د پاکستان په يو روغتون کې ساه ورکړې وه.

فيضاني وايي، افغانستان کې د جګړې ښکېل دواړه لوري افغانان دي، چې زيان يې دواړو لورو ته رسېږي خو ګټه او امتياز يې پاکستان تر لاسه کوي.

هغه پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې درېدلې خبرې بېرته پيل کړي، ځکه دا د ولس غوښتنه ده.

دغه راز  فيضاني  پر پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې چال چلند وکړي او په افغانستان کې د خپلو تاسيساتو جوړول ودروي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي وويل افغانستان له ګڼو هېوادونو سره ګاونډيتوب لري، خو هيڅکله يې هم د نورو پر پولو تېرى نه دى کړى ، خو ځينې ګاونډيانو تل پر افغان خاوره تېرى کړى.

هغه زياته کړه، افغانان له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي، خو که پر خاوره يې تېرى کېږي، نو له خپل حکومت سره يو ځاى د خپلې خاورې ساتنه کولاى شي.

ده هم په افغانستان کې د پاکستانيو تاسيساتو د جوړېدو د مخنيوى غوښتنه وکړه.

هغه دغه راز د وسله والو طالبانو د نوي مشرتابه له خوا په افغانستان کې د جګړې د دوام حکم وغانده او ويې ويل چې مخالفين دې د خلکو کړاوونو ته په کتو د سولې درېدلې خبرې بيا پيل کړي.

د ده په خبره، افغان ولس نور تر دې زيات د زيانونو او کړاوونو د زغملو توان نه لري.

تر غونډې وروسته سوله ييز لاريون ترسره شو چې برخه والو يې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه شعارونه ورکول او پر افغان خاوره يې د پاکستان د تېري غندنه کوله.

د لاريون يوه بر خوال محمد طاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، په لاريون کې يې د دې لپاره برخه اخيستې چې په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره خپل اواز پورته کړي.

هغه زياته کړه، هغه مهال چې اعلان وشو چې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ مخامخ د سولې خبرې پيل شوې نو خلک ډېر زيات هيله مند شول او په دې تمه وو چې ډېر ژر د خبرو دويم پړاو پيل شي.

د ده په خبره، د دويم پړاو خبرو له پيل کېدو مخکې پاکستان د ملا محمد عمر د مړينې اعلان وکړ او په دې توګه يې د سولې د خبرو دويم پړاو سبوتاژ کړ او د دغه هېواد او وسله والو طالبانو پر ضد يې د خلکو کرکه وپاروله.

ده د طالبانو له نوي مشرتابه وغوښتل چې ورور وژنې ته د پاى ټکى کېږدي او نوره جګړه بس کړي، ځکه خلک نور د ورانيو او وژنو توان نه لري.

تېرې څو ورځې پر له پسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورته لاريونونه شوي چې د سولې د خبرو د دوام غوښتنه يې کړې او د پاکستان پر دوه مخۍ يې نيوکې کړې دي.

Views: 2

Exit mobile version