کابل (پژواک، ٣ سنبله ٩٤): په راتلونکي يو نيم کال کې به د هرات- اسلام کلا شاوخوا شل کيلومتره سړک د څه باندې لس ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي.
د دې پروژې تړون نن په کابل کې د فوايد عامې وزارت او پلي کوونکي کورني شرکت (يونيک بېلدرز) تر منځ لاسليک شو.
د فوايد عامې وزير محمود بليغ د ياد تړون د لاسليک په ناسته کې وويل چې د دې پروژې څه باندې لس ميليون امريکايي ډالره لګښت د اېټاليا هېواد ورکوي.
د هغه په وينا، دغه سړک د هغو حلقوي سړک برخه ده چې هرات له اسلام کلا او کندهار سره نښلوي. دى وايي چې ياد ٤٥ کيلومتره حلقوي سړک ټول ٣٢ ميليونه امريکايي ډالره لګښت لري.
هغه وايي چې دغه ٣٢ ميليونه ټول اېټاليا ورکوي او د ياد حلقوي سړک د پاتې برخې کار به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
دى وايي، چې اېټاليا او ځينې نور مرسته کوونکي هېوادونه په پام کې لري چې له کابل څخه د ميدان وردګو ولايت د اونۍ تر کوتل پورې د ٥٠ کيلومتره او له اونۍ څخه تر باميانو د ٨٢ کيلومتره سړک د جوړېدو لګښت هم ورکړي. ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.
په کابل کې د ايټاليا سفير لوچانو پيتزتی (Luciano Pezzotti) د ننني تړون د لاسليک په ناسته کې وويل چې هېواد به يې له فوايد عامې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن